
ویژه روز-سکبیس د پوستکي یؤ دول ځانګړې ساري ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي.
دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ور باندې دېر اخته کېږي چې په مشترک دول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور …
هر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږی او ټول بدن یی خارښت پیدا کوی.
نښې نښانې یې:
۱ـ کله چی دا میکروب پوستکی ته داخل شی نو شخص ته شدید خارش پیدا کیږی او دا خارش د شپی لخوا زیات وی د ورځی لخوا کم.
۲ـ په پوستکی باندی وړی وړی سری دانی را خیژی چی کله دیر وگرول شی نو وینه کوی.
۳ـ اکثرا خارش د تناسولی الی په شا او خوا وی هم په ښځو کی او هم په نارینه وو کی.
۴ـ په ماشومانو کی د پښو په تلو کی د لاسونو په ورغویو کی او په تناسولی برخو کی دیر لیدل کیږی.
د مخنیوي لارې یې:
۱ـ که چیری مو په کورنی کی کوم شخص ته خارش و نو کوشش وکری چی اطاق یی جدا کری او د سکبیس تداوی ورته شروع کری.
۲ـ کوشش وکری چی خپل لباسونه سرچپه اوتو کړی د ورځی یی لمر ته اچوی او د شپی لخوا یی ازادی هوا ته اچوی.
۳ـ کوشش وکری خپله کمپله، روجایی او توشک لمر ته واچوی.
۴ـ که په کور کی مو هر څومره وگړی په خارش اخته وی نو د تولو په یوه ورځ تداوی شروع کری.
درملنه یې:
اول باید د خارش ضد لاندی دواگانی توصیه شی ترڅو یی خارش ارام شی.
Tab cetrizin
Tab Lorotidin
Tab fexofenadin
باتور غیرت وایي پورتنی دواگانی موقتی خارش اراموی او حقیقی تداوی یی په لاندی دول ده:
Lice onil cream (Lindon)
۱پورتنی ملهمونه باید د هر شخص د پاره دری دانی استعمال شی.
د استعمال طریقه یې:
۱ـ اول باید ځان په صابون ښه ومینځی.
۲ـ یو دانه ټول ملهم له مری ښکته په تول بدن ولگوی بله شپه بل ملهم ولگوی او په دریمه شپه بل ملهم ولگوی.
۳ـ دا ملهم باید دری دانی د یو شخص د پاره استفاده شی په بله ورځ بیا دوباره خپل ځان ومینځی او پاکی جامی واغوندی.
۴ـ که پورتنی طریقه په درسته توگه ونه کری شاید دا مرض تاسو سره تر دیر وخت پوری پاتی شی.
پهی اد ولری که په کورنی کی مو نور کسان هم په دی ناروغی اخته وی باید هغوی هم یه یوه ورځ تداوی شی خصوصا” شځه او خاوند ځکه چی دا مرض له یو نه بل ته بیا انتقال کوی.
پای