
ویژه روز-د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبر له مخې د دې ولایت په بنو ولسوالۍ کې درې لرغونې سیمې، چې اوږده تاریخي مخینه لري کشف شوې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي چې د یوه پلاوي په ملتیا بنو ولسوالۍ ته تللی ویې وویل، چې دغه ریاست د وزارت مقام څخه د راغلي پلاوي په ملتیا درې لرغونې سیمې چې اوږده مخینه لري په بنو ولسوالۍ کې کشف کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د بنو ولسوالۍ په لغک سیمه کې « د حصار تپه »، د کیشن آباد په سیمه کې « کافر قلعه » او د همدې ولسوالۍ د سرپل په ده بالا سیمه کې « د حاجي عبدالرحیم تپه » کشف شوې.
د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وايي، چې دا لرغونې سيمې چې تاريخي اثار يې له اسلامي دورې او له اسلامه وړاندې دورې پورې اړه لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونپوهانو د څېړنو په پايله کې پېژندل شوي او سروې یې ترسره شوې ده.
ثواب