روزګان کي د یو خصوصی خیریه بنسټ له لوري د ۲۰ غریبو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وسو

ویژه روز-خان خیریه بنسټ د روزګان د اطلاعات اوفرهنګ ریاست په همږغۍ د ۲۰ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وکړه.
په روزګان کي د یاد بنسټ استازي محمد سلیم پسرلي وویل د روژي میاشتي په مناسبت او راتګ سره مو نن د ۲۰ غریبو کورنیو سره د لس قلمه خوارکي توکو مرسته وکړه.
د نوموړي په خبره چي نور به هم زموږ مرستي دوام لري ترڅو د روزګان سلکونو غربت ځپلو کورنیو لاس نوی وکړو.
بل لور اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس قاري اغاولي قریشی د خان خیریه بنسټ د مسوول خان بهایی او روزګان کي د دغه بنسټ استازي محمد سلیم پسرلی د هلو ځلو کوښښ او مرستو مننه وکړه او په خبره یی چي روزګان کي ډیر خلک د غربت سره مخ دی.
اړتیا سته چي دغه بنسټونه نور هم روزګان کي خپلو مرستو ته دوام ورکړی او د دې تر څنګ یې په هیواد کي د شته نړۍ والو مرستندویه بنسټونو او داخلي خیریه بنسټونو څخه وغوښته چي روزګانیانو د حاله هم ځان خبر کړي او لکه د خان خیریه بنسټ د خپلو مرستو لړۍ دلته هم راورسوي.
همداراز بیا هغو کسانو خوښي څرګنده کړه چي مرستې ورسره سوي خان خیریه بنسټ د مرستو یی مننه وکړه د دوی په خبره چي غربت سخت ځپلي او تر دې وړاندی یی د خوړلو څه هم نه درلوده.
پاڅون
ویژه روز/ارزگان