روزګان: د کرکټ پسرلی جام د الیاس په اتلولۍ پای ته ورسیدی
د نوموړي په خبره موږ به نور هم هڅه کو تر څو دغه ولایت کي د استعدادنو د پیدا کولو او ځوانانو ته د تفریح برابرولو لپاره کار وکړو.

ویژه روز-روزګان مرکز ترینکوټ کي د پسرلي جام تر نوم لاندي د کرکټ ۲۰ اوریزه ۲۵ ورځنې لوبلړۍ د الیاس لوبډلې په اتلولۍ پاي ته ورسېده.
تیره ورځ ناوخته یاد ټورنمینټ چي ۱۱ لوبډلو پکښی برخه اخیستې وه د حکیمي کرکټ لوبډلې او الیاس کرکټ لوبډلو تر منځ په ورستی لوبه پای ته ورسېدی چي الیاس وکولای سوه په پای لوبه کي حکیمي ته په ماتې ورکولو د یاد ټورنمینټ اتله لوبډله سوه.
په دغه ټورنمینټ کي د کلیم لوبډلې څخه رفیع الله ۲۸۴ منډو په تر لاسه کولو سره د ټونمینټ تر ټولو غوره بیټسمین او د حکیمي لوبډلي څخه شیر احمد لطیفي د ۱۹ ویکټو په اخیستلو سره د ټرونمینټ غوره بالر ونومول سو.
د دغه ولایت د کرکټ مسوول خیر الله افغان دغه ټورنمینټ د ځوانانو د تشویق او لوبغاړو ته د کرکټ د زمینې برابرولو تر ټولو ښه زریعه وبلل.
د نوموړي په خبره موږ به نور هم هڅه کو تر څو دغه ولایت کي د استعدادنو د پیدا کولو او ځوانانو ته د تفریح برابرولو لپاره کار وکړو.
د ده په خبره یاد ټورنمینټ ۲۵ ورځې وړاندي پیل سوی وو چي نن يي پای لوبه د حکيمي کرکټ او الیاس کرکټ لوبډلو تر منځ تر سره سوه چي الیاس لومړی او حکیمي کرکټ لوبډلې دوهم مقام خپل کړی.
بل لور لوبغاړي هم خوښ وه چي ورته یاد ټورنمینټ په لار اچول سوي او دوی ته د کرکټ زمینه برابره سوې.
پاسون
ویژه روز/ارزګان