ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه

ویژه روز-ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه، دغې مشاعرې کې د هیواد له بیلابیلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو هم ګډون کړی وو.
د مشاعرې د پيل پرمهال د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي له شاعرانو هم وغوښتل د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته دې په خپلو شعرونو کې ځای ورکړي او په هنري ژبه دې ولس ته وړاندې کړي.
له کوزې پښتونخوا څخه مشاعرې ته راغلو شاعرانو جاوید درمان او قیصرمنیروال له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې خلک سولې، امن او د هېواد ابادۍ ته وهڅوي.
د مشاعرې یو ګډونوال ضیاالدین همت مل هم د دا ډول مشاعرو جوړیدل ستایې او زیاتوي چې د نارنج ګل په شان دودیزې مشاعرې کولای شي، ولسي خلکو ته د تفریح ترڅنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو خبر شي.
مشاعرې ته ځوانو شاعرانو هم خپل شعرونه وړاندې کړل او د خپلو شعرونو خواږه له خپلو مینه والو سره شریک کړل.
د نارنج ګل مشاعره هر کال د پسرلي په رنګینیو کې د هېواد د ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو او عامو خلکو په ګډون ترسره کېږي، چې په کې شاعران د شعر په ژبه خلکو ته د مینې،ورورګلوۍ او آبادۍ پيغامونه ورکوي.
نارنج ګل مشاعره چې نږدې له پنځوسو کالوراهيسې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ترسره کېږي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه سلګونه شاعران او د شعر مینه وال پکې برخه اخلي.
بلال احمدي
ویژه روز/ننګرهار