علمي
نورستان کې ۲۵۰میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزل شوي
د افغان ښځو روزنیز مرکز مشر کریم الله کریمزي ویژه روز ته وویل، چې د نورستان په مرکز پارون، واما او وانټ وایګل ولسوالیو کې د افغان ښځو روزنیز مرکز له لوري د خیاطۍ په برخه کې ۲۵۰ میرمنو ته د شپږو میاشتو په موده کې روزنه ورکړې ده.

ویژه روز-د افغان ښځو روزنیز مرکز یاAWEC اداره خبر ورکوي چې په نورستان کې سلګونه میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلي دي.
د افغان ښځو روزنیز مرکز مشر کریم الله کریمزي ویژه روز ته وویل، چې د نورستان په مرکز پارون، واما او وانټ وایګل ولسوالیو کې د افغان ښځو روزنیز مرکز له لوري د خیاطۍ په برخه کې ۲۵۰ میرمنو ته د شپږو میاشتو په موده کې روزنه ورکړې ده.
نوموړی وایي، چې د خیاطۍ په یاد پروګرام کې هغه مېرمنې شاملې وې، چې د کور مسوولیت پر غاړه و او یا هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وې.
د هغه په خبره یاد میرمنو ته د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل هم ویشل شوي، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.
ویژه روز