خبرونه
لغمان کې ۲۹۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د نجونو د یوې لېسې د ودانۍ چارې پیل شوې
ویژه روز-د لغمان والي قاري زین العابدین ویژه روز ته وویل، چې د نجونو لپاره د لېسې ودانۍ د الینګار ولسوالۍ اړوند«سنګر» سیمه کې د(UNHCR) موسسې لخوا د ۲۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي ډول د لس میاشتو په موده جوړیږي.

هغه زیاته کړه د ښوونځۍ دغه ودانۍ دوه پوړیزه ده ۱۲ درسي خونې، ۴ اداري خونې لري د اوبو شبکه، تشنابونه، د محافظینو اطاق او احاطه پکې شامل دي.
د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکي هم د یادې پروژې له پلي کیدو خوښي ښکاره کوي او له حکومت د نورو ورته بنسټیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
ویژه روز