خبرونه
د تورخم دروازه په محدود ډول خلاصه شوه
ویژه روز- د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي قریشی بدلون ویژه روز ته وویل، د تورخم دروازه د دواړو لوري خلاصه او تګ راتګ پیل شو.

ویژه روز- د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي قریشی بدلون ویژه روز ته وویل، د تورخم دروازه د دواړو لوري خلاصه او تګ راتګ پیل شو.
هغه وایي, نن به یواځې له دېخوا پاکستاني مسافر او له هغه لوري به افغان مسافر د تورخم پر دروازه واوړي
او سر له سبا په نور مال ډول د مسافرو او ترانزیت پر مخ خلاصه وي نوموړی وایي چې نور خلک دې له ورتګ څخه ډډه وکړي.
نن پنځمه ورځ ده چې د تورخم دروازه د پاکستاني او طالب چارواکو له لوري تړل شوې، چې له امله یې سوداګریري په ټپه دریدلې او هم افغان سوداګر شکایت کوي چې په موټرو کې بار سوداګریز توکي یې د خوسا کیدو له ګواښ سره مخ دي.
ویژه روز