اسلامي امارت: د امریکا له پانګونې په کانونو او زیربناوو کې هرکلی کوو
سلمااحمدزی- د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان د کانونو، زیربناوو او سوداګرۍ په برخو کې د امریکا د پانګونې هرکلی کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان او امریکا اړیکې باید یوازې د شل کلنې جګړې څخه و نه ارزول شي.
بلخوا اقتصادي مبصر ایرج فقیري وویل: «د دې غوښتنې لاملونه په څو برخو کی ویلی شو؛ لومړی، افغانستان د خپلو طبیعي ظرفیتونو د رښتینی تولید په بدلولو کې پانګونه، ټکنالوژۍ او تخنیکي تخصص ته اړتیا لري.
دویم، حکومت هڅه کوي چې د بهرنیو پانګونو سرچینې متنوع کړي.
درېیم، دا اقدام له امریکا سره د اقتصادي او مالي اړیکو د ښه کولو د پراخو هڅو یوه برخه ده.
او څلورم، افغانستان له بېوزلۍ، بېکارۍ او د کاري فرصتونو له جدي کمښت سره مخ دی.»
نوموړی زیاته کړه، که د امریکا پانګونه عملي شي، لومړنۍ پایله به یې د کاري فرصتونو رامنځته کېدل وي.
د کانونو او زیربناوو لویې پروژې یوازې د کانونو کارکوونکي نه ګماری، بلکې د ساختماني شرکتونو، ترانسپورټ، تخنیکي خدمتونو، ساختماني موادو، رستورانتونو او سلګونه کوچنیو کاروبارونو لپاره هم تقاضا رامنځته کوي.
د دې پانګونې دویمه پایله به د ټکنالوژۍ او تخنیکي پوهې لېږد وي.
آصفه ستانکزي اقتصادي کارپوهه وویل: «که دا پانګونې په شفاف، قانوني او عادلانه قراردادونو سره ترسره شي، کولای شي د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
د بهرنۍ پانګونی راتګ کولای شی کاري فرصتونه رامنځته کړي، اقتصادي عواید زیات او، زیربناوې پراخوي او تخنیکي پوهه انتقالوي.»
نوموړي زیاته کړه چې په کانونو کې پانګونه کولای شي افغانستان له یوه داسې اقتصاد څخه چې پر بهرنیو مرستو تړلی ده، د تولیدمحور او عاید لرونکي اقتصاد پر لور بوځي؛ خو په دې شرط چې طبیعي سرچینې په اصولي توګه استخراج او مدیریت شي او د دغو سرچینو د ارزښت د پام وړ برخه په هېواد کې دننه پاتې شي.»
دا په داسې حال کېده چې د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته، امیرخان متقي یو ځل بیا ټینګار کړی چې کابل له امریکا سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دی او دواړه لوري کولای شي د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ تعامل وکړي.
پای


