اقتصادي

ښځې انګېزه د بریالیتوب کلیدي بولي؛ له ننګونو تر بریا پورې یوه هڅه‌یزه سفر

سلما احمد زی- په وروستیو کلونو کې د افغانستان او سیمې ګڼ شمېر ښځو د خپلې نه ستړې کېدونکې هڅې، دوامداره زحمت او پرله ‌پسې فعالیتونو له لارې په بېلابېلو مسلکي، علمي او سوداګریزو برخو کې د پام وړ ځایګی ترلاسه کړی او اغېزمن رول یې لوبولی دی. د دغو ښځو په وینا، یو له هغو مهمو عواملو څخه چې دوی یې د بریالیتوب د کلیدي په توګه یادوي، انګېزه (هڅونه) ده؛ هغه داخلي یا بهرنی ځواک چې دوی یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو په لاره کې هڅولي او ستړي ‌نه‌ پېژندونکي کړي دي.

نازیه چې د خبریالۍ او رسنیو په برخه کې فعاله ده، په دې اړه وايي: «زه د خبریالۍ له ډګر سره د ډېرې لېوالتیا او همدارنګه د خپلې کورنۍ د هڅونې او بې‌ شرطه ملاتړ له امله دې لار ته راغلم.

زموږ ټولنه تر هر څه ډېره اړتیا لري چې حقیقتونه په سمه او بې‌ طرفه توګه منعکس شي.

همدا ټولنیز احساس او اړتیا په ما کې دومره قوي انګېزه رامنځته کړه چې زده کړې وکړم او مسلکي کار ته دوام ورکړم.

انګېزه زما په بریالیتوب کې مهم رول درلود؛ ځکه ما وهڅوله چې له ټولو خنډونو، تهدیدونو او ننګونو سره سره خپلو موخو ته دوام ورکړم او هېڅکله د ناهیلۍ احساس ونه کړم.»

فروزان چې د انلاین توکو پلورونکې ده او د ښځو لپاره د شخصي برانډ جوړونې په برخه کې کار کوي، خپله انګېزه داسې بیانوي: «زما موخه دا وه چې د هغو ښځو لپاره یو انلاین پلورنځی جوړ کړم چې فزیکي بازار ته محدود لاسرسی لري.

په دې برخه کې د ټولنې غوښتنه ډېره وه او همدا غوښتنه زما اصلي انګېزه شوه.

انګېزه زموږ د بریا لاره ده؛ کله چې دا الهام ‌بښونکی احساس په موږ کې رامنځته شي او عملي یې کړو، نو لویو بریالیتوبونو ته رسېدای شو.»

تمنا چې په روغتیايي، اکاډمیکو او ښوونیزو برخو کې فعالیت کوي، زیاتوي: «زما انګېزه له هغه ځایه راپیدا شوه چې غوښتل مې ځوانانو او په تېره بیا نجونو ته د زده‌ کړې او وړتیا لوړونې مناسب فرصتونه برابر کړم.

په بریالیتوب کې د قوي انګېزې درلودل خورا مهم دي؛ همدا انګېزه وه چې ما توان کړه د سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړم او تسلیم نه شم.»

ارواپوهه رخشانه شریفي، انګېزه د یو داخلي یا بهرني ځواک په توګه تعریفوي چې انسان د کار کولو، موخې ته د رسېدو او هڅو د دوام لپاره هڅوي.

نوموړې وايي: «انګېزه انسان ته دا توان ورکوي چې له هیلې، انرژۍ او روښانه موخې سره ژوند وکړي او د ستونزو پر وړاندې ژر تسلیم نه شي.

دا د ښځو د بریالیتوب او رواني هوساینې له مهمو عواملو څخه ده.

هغه ښځه چې هیله، موخه او ملاتړ ولري، کولای شي د ژوند ستونزې په ښه توګه مدیریت کړي او شخصي او ټولنیزې ودې ته ورسېږي.»

شریفي ټینګار کوي چې د کورنۍ او ټولنې ملاتړ د ښځو د انګېزې د ساتلو او بریالیتوب په برخه کې ډېر مهم دی او زیاتوي چې د انګېزې د ساتلو لپاره لاندې ټکي اغېزمن دي:

· کوچنۍ او واقع‌ بینانه موخې ټاکل
· اغېزمنه هڅونه او ملاتړ
· رواني روغتیا ته پاملرنه
· له نورو سره له پرتله کولو ډډه کول
· د فردي ودې لپاره دوامداره زده ‌کړه
· مثبت فکر او پر ځان باور

که څه هم انګېزه د بریالیتوب بنسټيز عامل دی، خو ارواپوهه شریفي خبرداری ورکوي چې کله ناکله ښځې د رواني فشارونو، د ژوند د ستونزو او ډېرې ستړیا له امله خپله داخلي یا بهرنۍ انګېزه له لاسه ورکوي او د بې‌انګېزګۍ احساس کوي.

د کارپوهانو د څرګندونو پر بنسټ، لاندې عوامل په ښځو کې د انګېزې د نشتون له مهمو لاملونو څخه دي:

· له حده زیاتې نیوکې او ملامتول
· د عاطفي او رواني ملاتړ نشتوالی
· اقتصادي ستونزې او د ژوند د لګښتونو فشار
· پرله‌ پسې ماتې او ناکامۍ
· اضطراب، خپګان او د ځان باور کمښت

د انګېزې لرل، که هغه داخلي وي او که بهرنۍ، د ښځو په بریالیتوب کې ټاکونکی او حیاتي رول لري.

خو له دې سره، یوازې انګېزه کافي نه ده؛ د کورنۍ او ټولنې فعال ملاتړ، د رواني فشارونو کمول، د کار او زده ‌کړې مناسب شرایط برابرول، او د ښځو د فردي او مسلکي ودې لپاره د فرصتونو رامنځته کول هغه عوامل دي چې کولای شي دا حیاتي ځواک په ښځو کې دوامدار، اغېزمن او پایدار وساتي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button