د کابل ښار د تحصيلي مشورتي خدماتو شرکتونو د اتحادیی پرانیست غونډه
سلما احمدزی- نن پنجشنبه د وږی ٥ نیټه په کابل کی د تحصيلي مشورتي خدماتو شرکتونو پرانیست غونډه ترسره شوه، په ياده غونډه کی خصوصی شرکتونو اتحادیو ریسان هم ګډون درلوده، او د انحادیی په هکله خبری وکړی. به یاد اتحادیه کی ٨٠ تر ١٠٠پوری شرکتونه عضویت یی لری.

د تحصيلي مشورتي خدماتو شرکتونو د اتحادیی ریس نورالرحمن قاسمي وویل دا اتحادیه د همغږي او نظم په خاطر جوړ شوی، تر څو په ښه کیفیت او د قانون په چوکاټ کی خدمات وړاندی کړو.
نوموړی د اتحادی له غړو وغوښتل څو په ګډه یاد اتحادیه پرمختګ کی کار وکړي.
ورته وخت کی د اسلامی امارت د ویاند معاون حمدالله الله فطرت وویلی د اتحادیی رامنځته کیدل هري برخي پرمختګ لپاره مهم دی او د ګډ همکاریو له لوری کولی شی مشترګ همغږي رامنځته او ستونزی حل او سالم رقابت ته زمینه برابره کړی.
نوموړی ټینګار وکړ چی د یاد اتحادیی یواځینی موخه تجارتی او اقتصادي نه بلکه لوی اخلاقي او ټولنیز مسولیت هم لری. او ځوانانو ته باید دقیق او واضح معلومات وړاندي شی. څو د دوی ستونزی حل شی.
نوموړی زیاته کړه چی یاده اتحادیه اعضا لپاره مسلکي او اخلاقي معیارونه وضع کړی. زده کړه یواځی د سند تر لاسه کول نه بلکه د وړتیاو لوړل هم دی.
بلخوا د ګرځندوی رییس مولوی حاجی محمد طیب وویلی د ځوانانو لپاره موږ باید د افغانستان څخه بهر د زدکړي زمینه برابره کړو ځکه افغانستان انجينران ډاکټران او….اړتیا لری.
نوموری له مسؤلینو وغوښتل څو د ځوانانو ته ښه خدمات وړاندی کړی.
د اتحادیی معاون بریالی مموزی وویلی: «زموږ د اتحادیی موخه د قانون به چوکاټ کی خدمات وړاندی کول دی. او شرکتونو او قانون سره مرستیال اوسو.
یاد اتحادیی رامینځته کیدل د تحصيلي خدماتو وړاندی کول په ښه او قانون چوکاټ کی دی چی هر افغان وشی کولای د استعداد پر بنسټ تحصيلي فرصتونه لاس ته راوړی.»
پای




