د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اوربند ردیدل،د ایران او امریکا تر مینځ ورځ تر بلي اړیکی ترینګلي کیږی
سلمااحمدزی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د اسلاماباد په تفاهملیک کې د «جګړې د پای ته رسېدو» موضوع شامله وه، نه د اوربند. نوموړي زیاته کړی، چی امریکا دغه تفاهملیک نقض کړ او جګړه بیا پیل شوه؛ له همدې امله داسې کوم ۶۰ ورځنی اوربند نه و چې اوس د تمدید اړتیا ولري.»

دراپورنو له مخې، سید عباس عراقچي په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په وروستیو میاشتو کې د مذاکراتو د دوام او د ۶۰ ورځني اوربند د تفاهم لیک د تمدید په اړه خبرې شوې وې، او څه موده مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم نوموړي او د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ته اسلاماباد ته د سفر او د مذاکراتو د دوام بلنه ورکړې وه، وویل: «د اسلام اباد په تفاهم لیک کې چې څه راغلي، هغه د جګړې پای ته رسول دي؛ یعنې په دغه تفاهملیک کې د جګړې د پای اعلان شوی و.»
هغه زیاته کړه: «امریکا دغه تفاهم لیک نقض کړ او موږ یو ځل بیا د جګړې د پیل شاهدان وو.
خو داسې کوم اوربند نه و چې اوس یې د تمدید خبره وشي؛ بلکې د جګړې د پای ته رسېدو هوکړه وه، چې اوس نوی وضعیت رامنځته شوی دی.»
سیاسی کارپوهان وایی که جګړه پای ته ونه رسیږی د سیمی امنیت په خطر کی ده.
د سیاسی چارو مبصر روح الله هوتک وایی:«د ایران او امریکی تر مینځ تاوتریخوالی او د مخامخ مذاکراتو موضوع او تر څنګ یی د قطر او پاکستان منځکړی پيغامونه او د ایران بهرنیو جارو وروستی څرګندونی او بحث په دغه برخه کی او په اسلام آباد کی تفاهم شوی وو هدف یی د جګړی درول وو.
او د اوږد مهاله حل لپاره لاره جوړول وو. خو یاد تفاهم عملی نشو .د جګړی پای ته رسیدو امکان شته.خو بشپړ تضمین نشته.
حالت نازک دی . ایران او امریکا تر مینځ مستقیم خبری ندی شوی.
او ادعا د امریکی لخوا کیږی چی مستقیم مذاکرات لرو.ولی پاکستان او قطر له لاري پیغامونو تبادله شته، نوموړی زیاته کړه؛ منځګړیتوب بریالی شی جګړه کمیږی او که خبری ناکام شی چی د سیمی د پراخی جګړی خطر شته.
د هرمز تنګی او خلیجي هیوادونو د احتمالي ښکیلتیا مساله راګرځي. او افغانستان هم د اقتصادی او امنيتي فشار نه ریانمنیدلی شی.او سیمی ته هم یو لوی خطر دی.»
د سیاسی چارو مبصر محمد زلمي افغانیار پوپل وویل:« د ایران او امریکا له امله داسې وضعیت رامنځته شوی چې د تنګي هرمز ، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د تېلو او سونتوکو د لېږدونکو بېړیو د تېرېدو مهمه لار ده، تګ راتګ پکې له خنډ سره مخ شوی دی. دې وضعیت د نړۍ په کچه پر بیو هم اغېز کړی دی.»
نوموړی زياته کړه :«هیله لرم چې امریکایان او ایرانیان د خپلو متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډو منافعو تعریف وکړي، نه دا چې فشارونو ته د جګړې له لارې دوام ورکړي.
ایران وايي چې د خپل هېواد دفاع کوي، په داسې حال کې چې امریکا یې اقدام تعرضي بولي.»
له دې دفاع او تعرض څخه ملتونه زیانمنېږي؛ هم له اقتصادي پلوه او هم د انساني تلفاتو له اړخه، چې اغېزې یې په نړیواله کچه مطرح کېږي.
ایرانیان وايي چې دوی د خپل بقا لپاره مبارزه کوي.
په داسی حال کی چی عراقچی لخوا ټینګار وشو او ویلی دې چی مذاکراتو موضوع او د هرمز تنګي د پرانیستلو موضوع دوه جلا برخې دي.
یو تخنیکي مذاکرات د سمندري مسیر د ټاکلو لپاره دي، او کله چې دغه مسیر وټاکل شي، دا چې هرمز تنګی به بېرته پرانیستل شي که نه، د نورو شرایطو له پوره کېدو سره تړاو لري.
امریکا باید دغو شرایطو ته ژمن پاتې شي، تر څو دا کار ترسره شي.
پای




