د اف ایم آی سی نړیوال کنفرانس، د FMIC شپاړسم نړیوال علمي کنفرانس په کابل کې ترسره شو
سلمااحمدزی- ۱۵ اسد ۱۴۰۴ (۶ اګست ۲۰۲۶): د فرانسې د مور او ماشومانو طبي انسټیټیوټ (FMIC) شپاړسم نړیوال علمي کنفرانس په کابل کې د ملي او نړیوالو مېلمنو، متخصصینو، څېړونکو او د روغتیایی سکتور د مسؤلینو په ګډون ترسره شو.

د FMIC مسؤلینو په دې کنفرانس کی وویل، چی دغه بنسټ له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسی هر کال خپل نړیوال علمي کنفرانس د پوهی د تبادلې د وروستیو څېړنیزو موندنو د وړاندې کولو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د نوښتونو د معرفي کولو او د روغتیايي پاملرنې د کیفیت د لوړولو په موخه جوړوي.
د ګډوالو په وینا، دغه کنفرانس د متخصصینو، ډاکټرانو، څېړونکو او نورو روغتیايي کارکوونکو لپاره مناسب فرصت برابروي، څو خپلې وروستی علمي لاسته راوړنې، د څیړنو پایلی او مسلکي تجربی له یو بل سره شریکی کړي او د علمي او مسلکي همکاریو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
د FMIC مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دغو کنفرانسونو دوامداره جوړول د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د شواهدو پر بنسټ د طب د ودې او په افغانستان کې د روغتیايي متخصصینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د دې بنسټ ژمنتیا څرګندوي.
همدارنګه، د څېړنې او متقابلو همکاریو له لارې د روغتیايي پایلو ښه کول د دې پروګرام له اساسي موخو څخه وبلل شول.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل:«دا غونډی د څیړنیزو فکري ودی، د مسلکي ظرفیتونو پیاوړتیا او د هیولدونو تر مینځ د علمي همکاری پراختیا لپاره مهم او اغیزمن فرضت بلل ګیږي.
د څیړنی فرهنګ ته ورده ورکول،د روغتیایی کارکونکو څیړنیزو وړتیا پیاوړی کول او د نړیوال علمي معیارونو سره د علمي مقالو تولید،او څیړنیزو موندنو عملی کول د وزارت لومړیتوبونو څخه دی.»
نوموړی زیاته کړه چی د دی کنفرانس مهم ټکي د کیفیت موضوع ده.چی د ناروغ خوندیتوب،د خدمتونو اغیزمنتوب،او د روغتیایی اخلاقو رعایت کول دی.تول صحی اداری یاید کیفیت خپل اشاسی هدف وګرځوي.
د فرانسوي طبي انستیتیوت د بورډ د غونډې مشر داکتر نجم الدین نجم، وویل:«څیړنه د بشر د علمي پرمختګونو بنسټ دی.او د زده کړی لپاره ګډه ژمنه نوی کړو.او نړیوال تر څنګ ودریږو.غوذه روغتیايي پیاوړتیا د غوره بوهی په واسطه ترسره کیږی.»
په دې کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د وزارتونو استازو، د روغتیا برخې متخصصینو او څېړونکو، د علمي مرکزونو استازو، د دولتي او خصوصي روغتیايي بنسټونو مسؤلینو، د FMIC رهبری او یو شمېر ملي او نړیوالو میلمانه ګډون درلوده.
پای




