د مور د شیدو د تغذیې په اړه د عامې روغتیا وزارت غونډه
سلمااحمدزی- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مور د شیدو د تغذیې د نړیوالې اونۍ په مناسبت یوه پوهاویزه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د مور د شیدو د اهمیت، ګټو او هغو ننګونو په اړه بحث وشو، چې میندې ورسره مخ دي.

په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت چارواکو، د تغذیې متخصصینو، د نړیوالو همکارو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو ټینګار وکړ چې د ماشوم د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکول د هغه د سالمې ودې، فزیکي او رواني روغتیا لپاره حیاتي اهمیت لري.
ډاکټران په دې باور دي چې د مور شیدې ماشومان له بېلابېلو ساري ناروغیو، نس ناستي او خوارځواکۍ ژغوري او د دوی معافیتي سیستم پیاوړی کوي.
“د مور شیدې د ماشومانو لپاره بشپړ خواړه دي چې ویټامینونه، منرالونه، پروټین، کاربوهایدریت او انرژي لري.
دا شیدې د ماشوم د فزیکي ودې ترڅنګ د فکري ودې لامل ګرځي او د مور او ماشوم ترمنځ عاطفي اړیکه پیاوړې کوي.
که مور خپل ماشوم ته شیدې ورنکړي، نو ماشوم د فشار، شکر ناروغۍ او نورو جدي ناروغیو په ګډون له بېلابېلو روغتیایي ستونزو سره مخ کېږي.
همدارنګه که د مور شیدې کمې وي، نو هغه باید ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي ترڅو د مشورې او درملنې له لارې د شیدو اندازه زیاته کړي.”
په غونډه کې دوه میندو خپلې تجربې شریکې کړې:
مېرمن مهري، چې د دوو ماشومانو مور ده، وویل: “کله چې ما خپل ماشوم ته شیدې ورکولې، نو زما لویه ستونزه دا وه چې ډېری وخت به مې شیدې نه لرلې.
ما هغه درمل کارول چې شیدې ډیروي، خو د دوی دوامداره استعمال مې نه شو کولی.”
بله مور، ډیانا، چې نوي مور شوې، وویل: “زه خپل ماشوم ته له شیدو ورکولو مخکې ځان مینځم، له سختو خوړو څخه ډډه کوم او نرم خواړه خورم.”
مولوي عبدالولي حقاني، د عامې روغتیا وزارت یو لوړپوړی چارواکی، وویل: “د مور په شیدو تغذیه د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي.
د مور شیدې د یوه پیاوړي واکسین په توګه د ساري ناروغیو، نس ناستي او خوارځواکۍ مخنیوي او د معافیتي سیستم پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري.”
د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، د میندو د تغذیې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: “د ماشوم د تغذیې ترڅنګ د مور تغذیه هم خورا مهمه ده.
ټولې امیدواره او شیدې ورکونکې میندې باید د متنوع او متوازنو خوړو څخه ګټه واخلي، ترڅو د دوی د بدن اړتیاوې پوره شي او خپلو ماشومانو ته غوره شیدې چمتو کړي.”
په غونډه کې ګډونوالو اندیښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې ډېری میندې خپلو ماشومانو ته د مور د شیدو پرځای پوډري (مصنوعي) شیدې ورکوي، چې دا کار د ماشوم د سمې ودې او روغتیا لپاره جدي ستونزه ده.
چارواکو له ټولو میندو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د مور شیدو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې له روغتیايي مرکزونو څخه مشوره واخلي.
دا غونډه د هغو هڅو یوه برخه وه، چې د مور د شیدو د تغذیې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د میندو د هڅونې لپاره ترسره کېږي، څو خپلو ماشومانو ته د دې ارزښتناکې طبیعي سرچینې څخه ګټه پورته کړي.
پای



