د پسرلي بارانونه؛ کله نعمت او کله بلا د باغوانانو لپاره
سلمااحمدزی- د روان کال د پسرلي موسم بارانونه، که څه هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د اوبو سرچینې یې ډکې کړې او شنو ځمکو ته یې ژوند ورکړ، خو د باغوانانو او کروندګرو لپاره یې تل برکت نه وو. د ګل وهلو او شکوفی پر مهال سختو ورښتونو د باغونو حاصلاتو ته د پام وړ زیانونه اړولي او باغداران یې اندېښمن کړي دي.

د باغوانانو له ډلې بابه میر، چې د ګیلاسو او زردالو باغ لري، وايي: «سږکال د ونو د ګل وهلو پر مهال دومره باران وشو چې زموږ حاصلات په کلکه کم شول. هغه ګلونه چې باید مېوې کېدل، د باران له امله پر ځمکه وغورځېدل.»
د هغه خبرې د بل باغوان غني هم تایید کوي.
نوموړی وايي چې هر کال به یې د زردالو له پلور څخه ښه عاید ترلاسه کاوه، خو سږکال بارانونو د هغه حاصلات دومره زیانمن کړل چې د تېرو کلونو په پرتله یې عادل نیمایي ته راښکته شو.
د کرنې کارپوه اکرام الدین مجددي په دې اړه وايي: «کله چې باران بې وخته وشي، په تېره بیا د ګرده افشانی پر مهال، نو د ګرده افشانی بهیر ګډوډېږي.
مېوې او سبزيجات په سمه توګه نه وده کوي، له ونو راپرېوځي او د حاصلاتو کیفیت هم ټیټېږي.
برسېره پر دې، رطوبت زیاتېږي او د فنګسونو او باکتریاو د ودې لپاره مناسبه زمینه برابروي، چې وروسته بیا د ناروغیو سبب ګرځي.»
د کرنې وزارت ویاند مولوي شیر محمد حاتمي، له بلې خوا وايي: «اوس مهال په هېواد کې د تازه مېوو د راټولولو فصل روان دی او بزګران د خپلو حاصلاتو په راغونډولو بوخت دي.
سره له دې چې په ځینو سیمو کې سېلابونو زیانونه اړولي، خو د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې د کرنیزو تولیداتو کچه به د تېرو کلونو په پرتله لوړه شي.»
نوموړي زیاته کړه چې د تازه مېوو د حاصلاتو د کمښت کوم راپور نه دی ورکړل شوی او په ولایتونو کې د مېوو د راټولولو بهیر په عادي ډول روان دی.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان په دې باور دي چې بې وخته بارانونه کولای شي د باغدارۍ لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي، چې پکې دې ته اشاره کېږي:
· د نباتاتو فنګسي او باکتریایي ناروغۍ
· د ریښو خوسا کېدل
· د ګلونو او مېوو تویېدل
· د محصولاتو د کیفیت کمېدل
· د ګرده افشانی بهیر ګډوډېدل
· د رطوبت زیاتوالی او د آفتونو د ودې لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کېدل.
که څه هم د پسرلي بارانونه د اوبو د برابرولو او د ونو د لومړنۍ ودې لپاره ګټور دي، خو که د ګل وهلو او شکوفی پر مهال وشي، باغوانانو ته کولی شي جدي تاوانونه واړوي.
د ګلونو تویېدل، د حاصلاتو کمېدل، د فنګسي او باکتریایي ناروغیو زیاتوالی او د مېوو د کیفیت ټيټېدل د دې پدیدې له مهمو پایلو څخه دي.
مبصرین وړاندیز کوي چې باغوانان باید د اوبو مناسب مدیریت، د فنګسي او باکتریایي ناروغیو د کنټرول لپاره د مناسبو دواګانو کارول، او د کرنیزو چارو لپاره د مناسب وخت ټاکل په پام کې ونیسي، ترڅو د بېوخته بارانونو له امله رامنځته کېدونکي زیانونه تر ممکنه حده راکم کړي.
په دې سره، کرنې وزارت ټینګار کوي چې د تازه مېوو د راټولولو بهیر لا هم عادي دی او د حاصلاتو د پام وړ کمښت نه دی ثبت شوی، خو باغوانان باید د راتلونکو کلونو لپاره لا ډېر چمتو وي.
پای




