نړیوالو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالی
سلمااحمدزی- د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی، چې د تېر کال په پرتله ۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد صادرات هم ۰.۹ سلنه لوړ شوي او ارزښت یې یو میلیارد او ۷۲۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې سره ترسره شوې ده.
ایران د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه او هند د افغان صادراتو تر ټولو لوی بازار پاتې شوی دی.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د یو منظم پلان له مخې د وارداتو کچه کمول او صادرات زیاتول د افغانستان په ګټه تمامېږي.
عبدالجبار صافي، د اقتصادي چارو کارپوه، ویژه روز ته وویل: «تیره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مرکزي کنفرانس روم کې ورکړل شو.
هغه شرکتونه چې له افغانستان څخه یې ښه تولیدات صادر کړي وو، تقدیر شول.
او وویل شول چې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. زموږ صادرات تازه او وچې مېوې، قالین، غیرالکولي مشروبات او نورو برخو کې نورو هېوادونو ته شوي دي چې په نړۍ کې اعتبار لري او د نړۍ خلک ورسره مینه لري.»
نوموړي زیاته کړه: «په مرکزي آسیا کې ډېر شرکتونه چې غیرالکولي مشروبات یې د اسرائیل او نورو هېوادونو لپاره تولیدول، زیانمن شوي دي او د افغانستان لپاره ډېر ښه مارکیټ پیدا شوی دی. ورځ تر بلې صادرات زیاتیږي.»
صافي زیاته کړه چې اسلامي امارت باید داخلي توکي حمایت کړي، په ویزه برخه کې کار وکړي او د وارداتو د مخنیوي او صادراتو د لوړوالي لپاره منظم پلان جوړ کړي.
رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو کارپوه، وايي: «د افغانستان د تجارت د زیاتوالي لاملونه دا دي چې تمرکز یې په خپلو ترانزیټي لارو کړی دی او په کیفیت کار کوي.
نېږدې وخت کې د افغانستان د ریاست الوزرا له لوري شاوخوا ۳۷ سیستمونه د ښه کیفیت لپاره جوړ شول.»
نوموړي زیاته کړه: «په راتلونکي کې به زموږ د تجارت کچه لوړه شي.
ځکه نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غواړي چې له افغانستان څخه توکي وارد کړي او افغانستان ته توکي صادر کړي.
د ښه کیفیت او لږ لګښت له امله، دا ټول هغه لاملونه دي چې د افغانستان د تجارت حجم یې زیات کړی دی.»
محمد عیسی مبارز وايي: «یو هېواد چې امنیت او سوله ولري، هغه هېواد پرمختګ کوي.
افغانستان کې خلک خپله کار کوي، په صنعت او تولید برخه کې بوخت دي او له بلې خوا له هېوادونو سره اړیکې مو پراخې شوي دي.
اسلامي امارت باید د افغانستان خلکو ته زمینه برابره کړي او بازار موندنه وکړي ترڅو دوی پرمختګ وکړي او د هېواد اقتصاد لا پیاوړی شي.»
د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیون ډالر
د صادراتو ارزښت ۱ میلیارده او ۷۲۲ میلیون ډالر
د صادراتو زیاتوالی ۰.۹ سلنه
د ټولیزې سوداګرۍ زیاتوالی ۶.۴ سلنه
مهم صادراتي توکي
· تازه او وچې مېوې
· قالین
· غیرالکولي مشروبات
· نور تولیدات
په دې وروستیو کې د افغانستان صادراتو کچه نورو هېوادونو ته لوړه شوې ده چې کولی شي د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
کارپوهان په دې باور دي چې د امنیت او سولې له امله، د صنعت او تولید په برخه کې د خلکو هڅې، له ګاونډیو هېوادونو سره پراخې اړیکې او د کیفیت معیارونو ته پاملرنه، د افغانستان د تجارت د ودې مهم لاملونه دي.
پای




