د عامې روغتیا وزارت د تور ژیړي (هیپاټایټس) په اړه ناسته
سلمااحمدزی- د عامې روغتیا وزارت لخوا نن سه شنبه، د اسد میاشتې په ۶ مه، د خلکو د عامه پوهاوي او د هیپاټایټس د کچې د ټیټولو په موخه یوه ناسته ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل، چې په افغانستان کې د هیپاټایټس یا تور ژیړي کچه د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده.
هېواد ته د مهاجرینو راتګ، اقتصادي ستونزې، د وینې انتقال او د عامه پوهاوي نشتوالی هغه لاملونه دي چې په هېواد کې د یادې ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
یاد وزارت د یادو ناروغیو د کنټرول په موخه ملي پروګرام د هېواد په کچه د وقایوي تشخیص، معیاري درملنې، دوامداره څارنې او عامه پوهاوي د پراختیا لپاره هراړخیز اقدامات ترسره کړي دي او په مرکز او ولایتونو کې د تشخیص او درملنې روغتیايي مرکزونه فعال دي.
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی ریاست رییس ډاکټر حیدر خان حیدر وویل، چې په نړیواله کچه د هیپاټایټس ناروغۍ تر ۲۰۲۳ کال پورې ۲۸۷ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته وو، چې په یو کال کې ۱.۸ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي او تېر کال احصایې ښیي چې ۱.۳ میلیونه کسان یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په پای کې په افغانستان کې ۴۳۱۶۱ مثبتې پېښې د هیپاټایټس بي او ۱۶۱۷۲ پېښې د هیپاټایټس سي ثبت شوي دي او تر ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې پورې ۲۱۳۴۲ پېښې د هیپاټایټس بي او ۶۵۳۹ پېښې د هیپاټایټس سي ثبت شوي دي.
نوموړي له نړیوالو همکارانو وغوښتل چې سیاست له روغتیايي برخې څخه جلا کړي.
ډاکټره سحر محمدي وویل: «تور ژیړی یا HBV هغه ناروغي ده چې ځیګر باندې حمله کوي.
دا ناروغي عادي ده او کولی شو درملنه یې وکړو. د تور ژیړي لاملونه د وینې، جنسي اړیکو، د ناروغه کس د شخصي توکو کارولو او د مور څخه ماشوم ته انتقال دي.»
نوموړې زیاته کړه: «د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید حتماً واکسین واخلو، چې ۵ کلنه او ۱۰ کلنه دوره لري.
او د ناروغ له شخصي توکو څخه باید ګټه وانخلو او د تماس په صورت کې ژر تر ژره عفوني ضد وکړو.
که عادي وي، د تغذيې له لارې کولی شو درملنه یې وکړو او که مزمن وي، واکسین واخلو او د ډاکټر تر نظر لاندې واوسو.»
یاده ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې نن د جولای میاشتې ۲۸مه نېټه د هیپاټایټس نړیواله ورځ ده او د دې ورځې لمانځل د هیپاټایټس د کچې د ټیټولو په موخه کېږي.
چې په تېر یو کال کې د هیپاټایټس ناروغۍ کچه په هېواد کې لوړه شوې ده او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید عامه پوهاوي ترسره شي ترڅو د دې وژونکې ناروغۍ مخه ونیول شي.
پای




