د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي سفر هند ته
سلمااحمدزی- د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوي هند ته سفر کړی او د هند د کرنیزو څېړنو شورا (ICAR) او کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ له مسوولینو سره یې لیدنې کړي دي. په دې لیدنو کې د کرنې په برخه کې د علمي، روزنیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې شوي دي.
د کرنې او اقتصادي چارو کارپوهان وايي، دا سفر د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېدلی شي او کولی شي د کرنیزو همکاریو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
د کرنې د برخې کارپوه اکرام مجددي وايي: «د کرنې وزیر هند ته سفر د کرنې، مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو د تبادلې په اړه د خبرو اترو لپاره و، چې د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
کله چې موږ د کرنیزو تولیداتو اړتیا ولرو چې په افغانستان کې نه وي، نو له هند څخه یې واردولی شو، او برعکس، دا کار هم زموږ او هم د هند په ګټه تمامېږي.
د محصولاتو رسول او صادرات بهر ته د افغانستان او بزګرانو په ګټه دي.»
هغه زیاتوي: «حکومت باید د کرنې په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي، لکه د هایبرډ تخمونه له نورو هېوادونو څخه وارد کړي، عصري ماشینري راوړي، او د اوبو مدیریت سیستمونه ښه کړي.»
د کرنې بل کارپوه رحیم الله سباوون وايي: «دا سفر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د همکارۍ او پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
هند د اصلاح شویو تخمونو د تولید، د اوبو د مدیریت، د کرنې د میکانیزه کولو او کرنیزو څېړنو په برخو کې د پام وړ تجربه لري.
یاد سفر کولی شي د ګډو پانګونو او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار د رامنځته کېدو لامل شي، چې بیا د تولید د زیاتوالي، د محصولاتو د کیفیت د ښه والي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.»
هغه زیاتوي: «د کرنې د دوامدارې ودې لپاره، حکومت باید د اوبولګولو د سیستمونو پر پراختیا، د اصلاح شویو تخمونو پر وېش، د لوړ کیفیت لرونکو سرې او کرنیزو درملو پر برابرولو، د کرنیزو څېړنو پر ملاتړ، د بزګرانو پر روزنه، د سړو خونو او کرنیزو محصولاتو د پروسس د مرکزونو پر جوړولو، بازارونو ته د بزګرانو د لاسرسي پر اسانتیا، د کرنیزو پورونو پر برابرولو او د کرنې په برخه کې د پانګونې پر هڅولو تمرکز وکړي.
همدارنګه، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه د لومړیتوبونو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقيري وايي: «دا سفر کولی شي د کرنې په برخه کې د همکاریو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.
د کرنیزو محصولاتو د تولید او صادراتو زیاتوالی کولی شي هېواد ته بهرنۍ اسعارې راجلب کړي، د کار فرصتونه رامنځته کړي، له کرنې سره تړلي صنعتونه وده ورکړي او د کلیوالو کورنیو عاید لوړ کړي.
په ټوله کې، دا ډول همکارۍ د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا، د کرنې د دوامدار پرمختګ او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.»
هغه زیاتوي: «حکومت باید اوږد مهاله پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، د اوبو مدیریت وکړي، له بزګرانو څخه ملاتړ وکړي، د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي، د صادراتو کچه لوړه کړي، او د خصوصي سکتور پانګوال وهڅوي.»
دا سفر او ورته همکاري کولی شي د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو زمینه برابره کړي، چې د محصولاتو د تولید د زیاتوالي، د صادراتو د لوړېدو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو لامل شي.
پای




