په کابل کې د اوبو کموالی؛ اوسېدونکي له بحران څخه شکايت کوي
سلمااحمدزی- په داسې حال کې چې د کابل ښار د نفوسو د ودې او د اوبو د سرچينو د کمښت سره مخ دی، ګڼ شمېر اوسېدونکي د څښاک او حفظ الصحې د اوبو له سخت کمښت څخه خپه دي. د اوسېدونکو په وينا، دغه بحران ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی او پر کورنیو يې اضافي اقتصادي فشارونه راوړي دي. خو تر اوسه د اوبو او انرژۍ وزارت د دې مسئلې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، چې پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی د دوی د ژوند یوه ستره ستونزه ګرځېدلې ده.
ملکې سیمین، چې د ملکې په سيمه کې اوسي، ويې ويل:
«له جدي ستونزو سره مخ يو؛ د څښاک اوبه اخيستلو ته هم وس نه لرو.
نور هر څه د زغملو وړ دي، خو د اوبو کمښت ډېر جدي دی.
پرته له اوبو ژوند ستونزمن دی، يو بوشکه اوبه په ۱۵ يا ۲۰ افغانۍ اخلو، د لوښو او کالیو مينځلو ته اړ يو چې له نورو کورونو اوبه راوړو.
له حکومت غواړو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»
مينه قيومي، چې د کابل بل اوسېدونکی دی، زياته کړه: «ډېرې سيمې د خوږو اوبو له کمښت سره مخ دي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
له حکومت غوښتنه کوو چې د ښار نلونه کورونو ته وصل کړي.»
مرينا، چې د کابل بله اوسېدونکې ده، وويل: «هغه ورځې چې اوبه نه لرو، ډېرې ستونزې لرو. کله چې پاکوالي ته اړتيا وي، مجبور يو چې يو ټانکي معدني اوبه واخلو، چې دا د کورنۍ اقتصاد ته ډېر زيان رسوي.
له حکومت غواړو چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د چاپېريالپوه همت شيرزي، چې د کابل د اوبو د کموالي په اړه يې شننه کړې، ويې ويل: «په کابل کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه د اقليم بدلون او د خلکو د عامه پوهاوي کموالی دی.
د خلکو د تشنابونو، پخلنځي او حمام اوبه د واورې او باران په پاکو اوبو کې ګډېږي، چې د ځمکې لاندې اوبه ککړوي او موږ يې د تصفيې توان نه لرو.»
نوموړي زياته کړه: «بايد چې نړيوالې ادارې، اړوندې ادارې او حکومت دې یو بل سره همغږي وکړي او عامه پوهاوی دې ترسره شي.
په ژمي کې بايد خلک په خپلو کورونو کې د واورې او باران اوبه زېرمه کړي. د کورونو شنه ساحې بايد زياتې شي او هر کور بايد ونې وکرې.»
موږ هڅه وکړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ترلاسه کړو، خو ياد وزارت له دې سره سره چې موږ يې غوښتنه وکړه، له څرګندونو څخه ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې له یوې خوا د نفوسو ګړندی زیاتوالی او له بلې خوا وچکالي او د شنو ساحو نشتوالی، خلک يې د اوبو له جدي کمښت سره مخ کړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که ژر تر ژره د اوبو د مدیریت او عامه پوهاوي اغېزمن پروګرامونه پيل نه شي، دا بحران به لا ژور شي.
پای




