خبرونه

په خصوصي ښوونځیو کې پر ښوونکو د کاري فشارونو زیاتوالی او د هغوی رواني اغېزې

سلمااحمدزی- په کابل ښار کې د خصوصي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي او مسؤولین وايي، چې د اداري چارو لکه د سوالونو او شقو له تایید وروسته ټایپ کول، عمومي حاضرۍ رسول او نور هغه کارونه چې باید د مدیریت یا سرمعلمیت له خوا ترسره شي، په ښوونکو بار شوي دي. دوی زیاتوي، چې دغه چارې د ډېر کم معاش په بدل کې ترسره کېږي او ښوونکي یې له روحی او رواني فشارونو سره مخ کړي دي.

برشنا، چې د کابل ښار د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې ده، وايي: «په خصوصي ښوونځیو کې ښوونکي ډېر کم معاش لري، چې پر هغه یې نه شي کولای لومړني اړتیاوې پوره کړي.

ښوونکي، په ځانګړې توګه ښځینه طبقه، ورځ تر بلې ډېر فشار ته مخه کوي.

بېکاره ساعت نه لرو، ټول ساعتونه ډک دي او مجبور یو چې له ټاکلي وخت وروسته هم کارونه ختم کړو.

حاضري په څو ډوله رسول، شقې او سوالونه په هارډ او سافټ بڼه جوړول، دا ټول لوی فشار دی.

زه پخپله دې فشار له امله روحی او رواني ناروغۍ ته اخته شوم او په ډېره دردونکې بڼه مې ښوونځی پرېښود.»

سمیه احمدي، چې د کابل ښار د بل خصوصي ښوونځي ښوونکې ده، وايي: «زموږ په ښوونځي کې د شقو او سوالونو ټایپ کول پر موږ بار شوي، او دا د ډېر کم معاش په بدل کې کیږي.

ایا دا ظلم نه دی؟ له حکومت غواړو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

اسما ستانکزي، چې د کابل ښار د بل خصوصي ښوونځي ښوونکې ده، وايي: «موږ د فشار لاندې یو. یو خوا د صنفونو تدریس، بلخوا میاشتني ارزونې، امتحانونه او ورځنۍ حاضري.

تر دې برسېره، اداري پخپله سوالونه او شقې موږ ته ټایپ کړي او عمومي حاضري هم پر موږ سپارل شوې، په داسې حال کې چې بېکاره ساعت نه لرو.»

ویس محمدي، چې د یوه خصوصي ښوونځي رئیس دی، په دې اړه وايي: «په ځینو خصوصي ښوونځیو کې پر ښوونکو ډېر فشار راوړل کېږي چې سوالونه او شقې دواړه په سافټ او هارډ بڼه اداري ته وسپاري، چې دا د اصولو خلاف دی او د ښوونکو د روحی او رواني فشار لامل ګرځي.

هغه لږ معاش چې ورکول کېږي، په مقابل کې یې ټول کارونه له دوی اخیستل کېږي.

عمومي حاضري باید نګران ورسوي، خو شرط دا دی چې بېکاره ساعت ولري، که نه نو دا کار هم له اداري پورې اړه لري.»

نوموړی زیاتوي: «بدبختانه ډېری خصوصي ښوونځي د ښوونکو ټول ساعتونه ډکوي او بیا ورڅخه اضافي کارونه هم غواړي، چې دا د اصولو او لوایح خلاف دی. هیله ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.»

د پوهنې وزارت ویاند، ذبیح الله همت، په دې اړه ویژه روز تخ وايي: «د پوهنې وزارت دریځ دا دی چې ټول خصوصي ښوونځي مکلف دي له قوانینو څخه پیروي وکړي.

که چېرې په کوم خصوصي ښوونځي کې له ښوونکو پرته له تدریس اضافي کار اخیستل کېږي، یا د رخصتۍ حق نه ورکول کېږي، یا غیرقانوني کسر معاش کېږي، نو دا د خصوصي زده کړو د قانون خلاف دی.

وزارت له خصوصي ښوونځیو څارنه کوي او که سرغړونه ثابته شي، لومړی اخطار او بیا د جواز تعلیق کېږي.

همدارنګه، هېڅ ښوونځی حق نلري چې د ورقو د چاپ تر عنوان لاندې پیسي واخلي.

ټول هېوادوال کولای شي د پوهنې وزارت له شمېري ۰۷۴۸۲۱۲۵۲۵ سره اړیکه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په ځینو خصوصي ښوونځیو کې داسې خپلسري قوانین جوړ شوي، چې ښوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د دوی رواني او جسمي روغتیا ته یې زیان اړولی دی.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button