ګواښونه د ټرمپ له لوري پر ایران؛ اندېښنې د جګړې د پراختیا په اړه
سلمااحمدزی- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو او همدارنګه د ساحلي رادارونو سایټونه په نښه کړي دي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که اړ شي، نو د ایران مساله به په نظامي توګه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې سیاسي او اقتصادي شنونکي وايي، د ایران او امریکا جګړه کولی شي سیمه او نړۍ له اقتصادي او سیاسي پلوه ډېر زیانمنه کړي.
محمد زلمي افغانیار پوپل، د سیاسي چارو شنونکی، وویل: «د امریکا حکومت د خپل سیاسي تاریخ په اوږدو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
وروستۍ پېښې چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې لامل شوې، او د ځينو هېوادونو په منځګړیتوب مذاکرات پیل شول، خو بې پایلې وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې د دې لامل شوی چې په ډېری هېوادونو کې سون توکي لوړ شي. هيله لرم چې د مذاکراتو له لارې د حل لاره وموندل شي.»
نجیب الرحمن شمال، د سیاسي چارو شنونکی، وویل: «څو ورځې راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي او د دې وضعیت دوام د سیمې په ګټه نه دی.
د سیمې سوله، امنیت او اقتصاد یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کېږي.
د تنګي هرمز اختلاف د ایران او امریکا ترمنځ اصلي ټکی دی.
تنګي هرمز ایران پورې تړاو لري، نو د امریکا له لوري بریدونه د جګړې سبب ګرځېدلي دي.
دواړو خواوو اوربند ته غاړه کېښوده او ټاکل شوې چې سه شنبه په ورځ په دوحه کې امریکا او ایران مذاکراتو ته کېني. هيله لرو چې دا شخړې د ډيپلوماتیکو خبرو له لارې حل شي.»
رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو شنونکی، په دې اړه ویژه روز ته وویل: «د جګړې زیانونه نه يوازې امریکا او اروپا، بلکې هغه هېوادونو ته هم رسېږي چې اقتصادي پلوه زیانمن شوي دي.
لکه د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونه چې له ناورین او کړکېچ سره مخ شوي دي.
اقتصادي بحران په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه ده، نو هيله لرم چې ياده جګړه پای ته ورسېږي ترڅو سیمه له اقتصادي بحران سره مخ نشي.»
په ورته وخت کې، د امریکا د سنا جرګې جمهوري پال غړي سناتور جیم بنکس له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کې نه ږدي، د امریکا بمبارۍ به دوام ومومي.
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاتېږي، سیاسي او اقتصادي شنونکي د جګړې د پراختیا اندېښنه لري او ټینګار کوي چې د مذاکراتو له لارې باید دا کړکېچ حل شي، ترڅو سیمه له نورو اقتصادي او امنیتي زیانونو وژغورل شي.
پای




