د روسیې غوښتنه له ملګرو ملتونو څخه: د افغانستان لپاره د نړیوالې تعامل زمینې برابرول
سلمااحمدزی- روسیې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل لپاره عملي او هراړخیزې زمینې برابرې کړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازولۍ مرستیالې، انا یوستیګنیوا، ویلي چې د افغانستان په اړه باید یوه واقعي او متوازنه تګلاره غوره شي، کومه چې د هېواد د وضعیت پر عیني ارزونې ولاړه وي.

هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو اصلي اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او له اسلامي امارت سره د باور پر بنسټ خبرې اترې مخکې یوسي.
روح هوتک، د سیاسي چارو شنونکی: روسیه په دې حساس وخت کې غواړي چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیاځلي ادغام زمینه برابره کړي.
د روسیې ستراتیژیکې اقتصادي ګټې په نظر کې دي، روسیې له اسلامي امارت سره اړیکې پراخې کړي او په رسمیت یې پیژندلی دی.
موخه د تروریزم او نشه يي توکو له ګواښ څخه د منځنۍ آسیا د امنیت ساتنه ده.
روسیه له اوکراین سره په جګړه کې بوخته ده، خو غواړي له چین او سیمه ییزو متحدینو سره یوځای د څو قطبۍ نړۍ مدافع وښيي.
دا غوښتنه د سیمې د ثبات لپاره هم ده، ترڅو کډوالي، نشه يي توکي او ترهګري کمه شي. روسیه غواړي افغانستان له نړیوالې انزوا څخه وباسي او خپلو ګټو ته یې راونږدې کړي.
عزیز ستانکزی د سیاسي چارو شنونکی: دا د افغانستان لپاره یو ښه اقدام دی. دا د اسلامي امارت موقف کلکوي او نړیوالې ټولنې ته متوجه کوي چې په افغانستان کې امنیت، سوله، بیارغونه او د حکومت اقتصاد محوره تګلاره مهمه ده.
دا د تشویق پروګرام هم بلل کېږي. روسیې افغانستان په رسمیت پیژندلی دی، او نورو هېوادونو هم خپل سفیران کابل ته استولي یا بللي دي. دا د افغانستان په اړه یو سالم رقابت دی او غوره انتخاب به وي.
دا غوښتنه داسې مهال شوې چې له اسلامي امارت له راتګ وروسته، روسیه لومړنی هېواد و چې افغانستان یې په رسمیت وپیژند.
خو نورو هېوادونو لا هم د رسمیت پیژندلو لپاره ځیني شرطونه (لکه د ښځو حقونو، ټول شموله حکومت او نور) لګولي دي.
د روسیې غوښتنه د دې هڅې برخه ده چې افغانستان له اوسنۍ انزوا څخه راوباسي او په سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو کې د هغه ځای ټینګ کړي.
دا غوښتنه هم د روسیې د ستراتیژیکو ګټو، هم د سیمې د امنیت او هم د افغانانو د بشري وضعیت د ښه والي لپاره مهمه ګڼل کېږي.
پای




