د سیمه يي ناامنیو اغیزې پر افغانستان
سلمااحمدزی- که چیرې په سیمه کې ناامني رامنځته شي، نو له هر اړخه به پر افغانستان منفي اغیزې ولري. ځکه افغانستان سمندر ته لاسرسی نلري، نو زیاتره صادرات او واردات یې د ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کېږي.

د امریکا او ایران جګړه به په افغانستان کومي منفي اغیزې ولري؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمَل زرمتي وايي: «که په سیمه کې بحران نه وي، نو دا د باور جوړونې، پرمختګ، تعاملاتو او اړیکو جوړونې لامل ګرځي.
خو که چېرې په یو هېواد کې بحران رامنځته شي، نو یاد بحران نورو سیمو ته غځيږي او پر منځني ختیځ به هم خپل منفي اغیزې ولري.»
د اقتصادي چارو مبصر رحیم الله مرجان وايي: «د سیمې ناامني کېدای شي په پاکستان، ایران، تاجکستان یا ازبکستان کې رامنځته شي.
دا ناامني کولای شي پر افغانستان باندې جدي منفي اقتصادي اغیزې ولري.
ځکه افغانستان د سمندر سره مستقیمه لاره نه لري او ډیری توکي د نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته راځي یا له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادریږي.»
نوموړی زیاتوي: «په ایران کې جګړه او د پاکستان سره د لارو تړل به په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي.
دا به پر افغانستان یو لوی منفي اغېز وي، ځکه افغانستان یو تولیدونکی هېواد نه دی او ډېر لږ توکي په کور دننه تولیدېږي.
اوس مهال افغانستان په اقتصادي انزوا کې دی.
که دا ناامني دوام ومومي، نو افغانستان به له یو جدي اقتصادي بحران سره مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه روانه ده او منفي اغیزې یې پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو پرېښې دي.
که څه هم څو ځله مذاکرات پیل شوي، خو د بې پایلګۍ سره مخ شوي دي.
پایان




