تورخم دروازه د کډوالو پر مخ پرانیستې ده او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته ستنیږي
سلمااحمدزی- سرچینې وايي چې په پاکستان کې د کډوالو وضعیت له جدي ستونزو سره مخ دی. کډوال د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري ځورول کیږي، او د موټر کرایه دومره لوړه شوې چې د خلکو لپاره یې د انتقال امکان ستونزمن کړی دی.

محمد جان، چې د پیښور ښار اوسېدونکی افغان کډوال دی، وايي: “حالات ډېر خراب دي. که وغواړو چې دلته پاتې شو، نو نیسي، خلک ځوروي، زندان ته وړي او پیسې اخلي. او که وغواړو چې خپل هېواد ته راستانه شو، نو د موټرو کرایه ډېره لوړه شوې ده.
د هريپور نه تر تورخم پورې شاوخوا ۵ څخه تر ۶ لکه روپۍ کرایه ده.
تورخم ته چې موټر راځي، هلته هم ډېر رش خوریږي؛ څو ورځې موټرې هلته ولاړې وي. په چیک پوائنټونو کې هم پیسې غواړي او کډوال ځوروي.”
بلخوا، سخی طوطاخیل، چې هغه هم یو له هغو کډوالو څخه دی چې په پاکستان کې له شته وضعیت نه سر ټکوي، وايي:
“کرایه ډېره لوړه شوې ده. یو ټرالر (لارۍ) شاوخوا ۶ یا ۵ لکه روپۍ کرایه غواړي. د کور سامان نه شي انتقالولی، او که هڅه کوې، نو نیول هم کوي.”
عبدالرزاق عدیل، د کډوالو چارو کارپوه او شنونکی، په دې اړه وايي: “د افغان کډوالو ستونزه اوس په پاکستان کې د یوه بشپړ بحران مدیریت دی.
د کرایو لوړېدل، د مالونو درول او د سامان د انتقال لپاره د یو منظم میکانیزم نشتوالی، په کډوالو کې د راستنېدو د هڅې په کمښت کې مستقیم ونډه لري.
تر هغه وخته چې د افغان کډوالو راستنېدل په زور او بیړه سره ترسره کیږي، دا ستونزې به دوام ولري.”
نوموړی زیاتوي: “د دې ستونزې حل لاره دا ده چې په دغه پروسه کې د زور زياتي پر ځای، با عزته راستنېدنه عملي شي.
دې ته اړتیا ده چې اجباري ویستل د عزتمندانه راستنېدو په بڼه بدل شي.
حکومت باید په دې برخه کې له مرستندویه بنسټونو سره ښه همغږي ولري، ترڅو د کډوالو د وسایلو د انتقال بهیر چټک او منظم کړي.
موخه دا ده چې کډوال باید خپل د ژوند موجوده سامان او وسایل د پولې په څنډو کې له لاسه ورنکړي.”
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کډوالو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو له څو ځله هڅو سره سره دې برخه کې بریالي نه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنیتی ځواکونه د سخت فشار لاندې، هره ورځ زرګونه افغان کډوال بې له کافي امکاناتو او همغږۍ هېواد ته ستنيږي او د راپور له مخې، دا کډوال له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.
پای




