له لوبو تر ننګونو؛ د آنلاین لوبو اغېز د ځوانانو پر ژوند
سلمااحمدزی- په نننۍ نړۍ کې آنلاین لوبې د ځوانانو په ژوند کې اصلي تفریح بدلې شوې دي. دا لوبې په ځانګړې توګه په موبایل کې ترسره کېږي. د ټکنالوژۍ پرمختګ، انټرنیټ ته اسانه لاسرسی، او د PUBG په څېر لوبو د ځوانانو ترمنځ شهرت موندلی دی. ډېری ځوانان خپل ډېر وخت په دغو لوبو تېروي. که څه هم آنلاین لوبې د تفریح او زده کړې یوه وسیله ده، خو د دغو لوبو ډېر استعمال د دوی پر ژوند، کړنو او روغتیا باندې اندېښنې راپارولي دي.

زرغونه د یو ځوان مور ده چې زوی یې آنلاین لوبې کوي، هغه وايي: “زوی مې ډېر وخت په خپل موبایل تېروي او درسونو ته يې لېوالتیا کمه شوې ده. شپې تر ناوخته په آنلاین لوبو کې بوخت وي او ګوښه شوی دی.”
وحید چې د یو بل ځوان پلار دی، وايي: “موږ وای فای نصب کړی و، زوی مې آنلاین لوبو ته مخه کړې وه او په کورنیو ناستو کې به يې لږ خبرې کولې. وای فای مې غیر فعال کړ او وخت مې ورته ټاکلی دی: ورځ کې دوه ساعته لوبې کوي او نور باید خپلو درسونو ته ورسېږي.”
وحیده چې د یو ځوان مور ده، وايي: “زوی مې آنلاین لوبې کولې، اوس سترګې يې کمزورې شوې دي، نو له آنلاین لوبو او موبایل څخه يې لاس اخیستی دی.”
ارواپوه ډاکټر مرسل موسوي وايي: “د آنلاین لوبو ډېر استعمال په ځوانانو کې یوه جدي موضوع ګرځېدلې ده.
دا لوبې په ځوانانو کې شدید جوش او اضطراب رامنځته کوي او کولای شي رواني منفي اغېزې پرېږدي، په ځانګړې توګه کله چې دوی پر دغو لوبو روږدي شي.
دا روږدېدل کولای شي ځوانان ګوښه کړي، له کورنۍ سره د اړیکو کمښت او په موبایل کې د وخت ډېر تېرول رامنځته کړي.
د کورنۍ رول ډېر مهم دی، دوی باید خپلو اولادونو ته وخت وټاکي او د خپلو ماشومانو د لوبو وخت مدیریت کړي.”
نوموړی زیاتوي: “په ټوله کې، د آنلاین لوبو عدم کنټرول کولای شي د ځوانانو لپاره جدي رواني او رفتاري ستونزې رامنځته کړي.
آنلاین لوبې په وروستیو کلونو کې د ځوانانو د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. نن ورځ په هره کورنۍ کې یو ځوان په موبایل یا کمپیوټر کې لوبې کوي.”
د معلوماتي ټکنالوژۍ مبصر محمد عزیز راستګاري وايي: “دا لوبې هم تفریحي او هم ننګونکې دي، خو د ځوانانو په ژوند کې يې د پام وړ اغېزې کړي دي.
له یوې خوا، د ځوانانو د وخت تېرولو لاره بدله شوې ده. پخوا به ډېر وخت په حقیقي نړۍ کې له ملګرو سره تېرېده، خو اوس د دوی د وخت لویه برخه په مجازي نړۍ کې تېرېږي.
په ټوله کې د اړیکو لاره هم بدله شوې ده. ځوانان د لوبو له لارې د نورو هېوادونو وګړو سره پیژندګلوي پیدا کوي.”
نوموړی زیاتوي چې سربېره پر دغو بدلونونو، ځینې ښېګڼې هم لري لکه د تمرکز زیاتوالی، د هوښ تېزوالی، د نویو ژبو زده کړه، او د همکارۍ روحیه لوړول په ډله ایزو لوبو کې.
هغه زیاتوي: “د دغو مثبتو ټکو له موجودیت سره، ځینې ننګونې هم شته چې مهمه یې په دغو لوبو روږدي کېدل دي، چې سبب ګرځي ځوانان څو ساعته په لوبو کې تېر کړي.
دا دوی له درس، استراحت او ورځني ژوند څخه لرې کوي.
نورې منفي پایلې یې د ورځنيو فعالیتونو نشتوالی، بې حرکتي، فزیکي ستونزې لکه د ملا درد، د سترګو د لید کمېدل، او حتی غوسه او له کورنۍ څخه واټن دی.”
په پای کې، آنلاین لوبې کولای شي ګټور تفریح وي که چېرې په سمه توګه وکارول شي، خو د دغو لوبو څخه ډېره استفاده کولای شي د ځوانانو په ژوند منفي اغېزې ولري.
پای




