مخابراتي خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی او په لرې پرتو سیمو کې د خلکو ننګونې
سلمااحمدزی- په غرنیو سیمو کې لکه بدخشان، کنړ، نورستان او دایکندي ولایتونو کې د مخابراتي خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی د دغه سیمو د خلکو له هغو مهمو ستونزو څخه دی چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي. دغه ستونزه نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند سخت کړی، بلکې هغوی مجبور کړي چې د ګاونډیو هېوادونو له سیمکارتونو څخه په لوړه بیه ګټه واخلي.

بهارالدین غازي، د بدخشان د شغنان ولسوالۍ د چاسنود کلي اوسېدونکی، «ویژه روز» ته وویل: «په سیمه کې کورني شبکي انتن نلري او خلک مجبور دي چې د تاجکستان له سیمکارتونو څخه ګټه واخلي.
دغو سیمکارتونو بیه لوړه ده. یو سیمکارټ لګښت ۱۰۰۰۰ افغانۍ او دوه جی بی انترنت په ۱۰۰۰ افغانۍ تمامیږي.»
نوموړی زیاتوي چې په چاسنود سفلي کې هېڅ شبکه فعاله نه ده؛ یوازې سلام شبکه هغه هم یو ساعت له سیمې څخه کار کوي. د سیمې اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ګل سروري، د شغنان ولسوالۍ بل اوسېدونکی، وايي: «مخابراتي شبکو ته د نه لاسرسي خلکو ته جدي ستونزې راپیدا کړي دي.»
نوموړی زیاتوي چې د انترنت او شبکو نشتوالی د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
محرابالدین، د همدغې سیمې بل اوسېدونکی، وايي: «زموږ په سیمه کې داخلي شبکي کار نه کوي او موږ مجبور یو چې د تاجکستان له سیمکارتونو څخه په غیرقانوني توګه استفاده وکړو.
سیمکارتونو بیه ۱۰۰۰۰ افغانۍ ده او دا امکان هم شته چې له پیرودلو وروسته غیرفعاله شي.»
نوموړی زیاتوي چې د انترنت بیه هم ډېره لوړه ده او ټینګار کوي چې حکومت باید لرې پرتو سیمو ته جدي پاملرنه وکړي او د مخابراتي شبکو سیسټمونه خلکو ته فعاله کړي.
عنایت الله الکوزي، د مخابراتو وزارت ویاند، «ویژه روز» ته وویل: «یاد وزارت په هېواد کې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو د پراخولو لپاره پراخ اقدامات ترسره کړي دي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې د TTF بودیجې له لارې له ۳۰۰ څخه ډېر مخابراتي سایټونه جوړ شوي او له ۲۰۰ څخه ډېر نور سایټونه اوس مهال د جوړولو په حال کې دي چې د پروګرام لسمه پروژه هم پکې شامله ده.»
نوموړی زیاتوي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، مخابراتي شبکو ته له ۷ میلیون څخه ډېر نوي پیرودونکي اضافه شوي دي، چې د پیرودونکو ټول شمېر یې له شاوخوا ۲۲.۱ میلیون څخه ۲۹ میلیون ته رسېدلی دی.»
الکوزي زیاته کړه: «په تېرو وختونو کې، ډېرې لرې پرتې سیمې د انټرنیټ خدماتو څخه بې برخې وې، خو اوس دا خدمات په لویه کچه پراخ شوي دي.»
نوموړي د فریکونسۍ د لیلام د پیل اعلان هم وکړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۸ فریکونسۍ مخابراتي شرکتونو ته ځانګړې شوې ترڅو د خدماتو کیفیت ښه کولو او د شبکې پوښښ پراخولو، موجودو ستونزو کمولو او د خدماتو کیفیت ښه کولو لپاره وکارول شي.
په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په لرې پرتو او سرحدي ولایتونو کې، د مخابراتي خدماتو نشتوالی د دې سیمو د اوسېدونکو یوه له جدي ستونزو څخه بلل کېږي چې دوی یې اړ کړي دي چې د ګاونډیو هېوادونو سیمکارتونه په لوړه بیه وکاروي.
سربېره پر دې، په دغو سیمو کې د مخابراتو وزارت له خوا اقدامات ترسره شوي دي، خو بیا هم په یادو سیمو کې د دوامداره مخابراتي شبکو پراختیا او پاملرنې ته اړتیا ده.
پای




