وثیق: افغانستان به دو ورځو کې د اوو هېوادونو دودیزو سیالیو کوربه دی
احمدالله وثیق، د افغانستان د المپیک کمیټې مشر وايي، چې یوازې دوه ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړیوالو کوربه دی.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کوراش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړیوال جشنواره کوربه توب پر غاړه لري.
ټاکل شوې، چې په دغه جشنواره کې، چې په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي؛ له افغانستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه د کوراش ۱۶۰ زیات ملي لوبغاړي برخه واخلي.
دا جشنواره یوازې سیالۍ نه دي؛ بلکې د افغانستان د کلتوري هویت نړیوال کېدو، د دودیزو ورزشونو د ودې، نړۍ ته د افغان لوبغاړو د وړتیا ښودلو او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا یو مهم فرصت بلل کېږي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د دغو سیالیو د ترسره کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او له ټولو هېوادوالو او د ورزش له مینوالو غواړي، چې د سیالیو لیدو ته راشي او خپل ملي اتلان له نږدې وهڅوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ورزشي جشنواره د ملي سپورټ تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
پای


