خبرونه

په اسلام‌ آباد کې د امریکا او ایران مذاکرات بې‌پایلې پای ته ورسېدل

سلما احمدزی- په پاکستان کې د ایران او امریکا مذاکرات په داسې حال کې بې‌ پایلې پای ته ورسېدل چې ایران د امریکا شرطونو ته غاړه کېنښوه. د ایران پخواني چارواکي بیا وايي چې امریکا باید د خپلو شرطونو منل په نورو هېوادونو لاس واخلي. په پایله کې دغه مذاکرات بې‌پایلې پای ته ورسېدل.

د امریکا د ولسمشر مرستیال «جي ډي وېنس» واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته ویلي چې تهران د امریکا شرایط ندي منلي.

نوموړي زیاته کړه چې امریکايي لوري خپل شرایط په روښانه ډول وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې امریکا نه غواړي ایران اټومي وسله ولري، خو د ده په خبره، ایراني لوري دغه شرایط ونه منل.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد جواد ظریف، د امریکا د ولسمشر د مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي چې واشنګټن باید پر نورو هېوادونو د خپلو شرطونو د منلو له پالیسۍ لاس واخلي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې دواړو لوریو پر ځینو مسائلو هوکړې ته ورسېدل، خو په دوو یا دریو اصلي مسائلو کې یې اختلاف نظر درلود، ځکه په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونه‌ رسېدلې.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې له ایران سره ډیپلوماسي هیڅکله د یو اړخیزو شرطونو پر بنسټ پایله نه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا باید دا حقیقت ومني چې پر تهران په زوره خپل شرطونه نه شي منلای.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمي افغانیار پوپل وايي: «د ټولو تقابلونو لپاره د مذاکراتو له لارې حل موندل کېدلی شي.

دا چې د امریکایانو او ایرانیانو ترمنځ تقابل د پاکستان په کوربه‌ توب پیل شوی و، له مخکې نه اټکل کېده چې بې‌ پایلې به پای ته ورسېږي، ځکه چې کوربه هېواد باید بې‌طرفه وي.

خو پاکستانیان له اقتصادي، سیاسي او استخباراتي پلوه په امریکا پورې تړلي دي.

موږ هیله لرو چې هغه هېوادونه چې امریکا پورې تړلي نه دي، د ایران او امریکا د مذاکراتو کوربه شي.»

بلخوا د نړیوالو چارو شنونکې برنا صالحي ویژه روز ته وايي: «د امریکا او ایران مذاکرات د پاکستان په کوربه ‌توب بې‌ نتیجې پای ته ورسېدل.

او دا بې‌ پایلې کېدل نه یوازې د دواړو خواوو لپاره ښه نه ده، بلکې د ټولې سیمې امنیت او نړیوال تجارت چې د هرمز تنګي پورې اړه لري، ته هم زیان رسوي.»

نوموړې زیاتوي: «د هرمز سیمې امنیت به د امریکا او اسراییل له خوا په راتلونکې کې د احتمالي بریدونو له امله خراب شي، چې ښايي د ایران پر پوځي او بنسټیزو تاسیساتو ترسره شي.

ګواکي چې امریکا به په مستقیم ډول برید ونه کړي، خو د اسراییل د هوايي بریدونو ملاتړ وکړي.

له بلې خوا، امریکا به پر ایران بندیزونه ولګوي، او ایران به هم خپلې دفاعي وړتیاوې، توغندي او نیابتي ځواکونه د امریکا او اسراییل د ګټو پر وړاندې لا پیاوړي کړي.»

برنا صالحي دې ته په اشاره وویل: «د مذاکراتو بې‌ نتیجه پای ته رسېدل دا معنی نه لري چې خبرې به په اسلام‌ آباد یا بل ځای کې بیا پیل نه شي، یا دا چې منځګړیتوب به ونه شي.

زموږ په نظر، امکان لري چې په راتلونکې کې بیا مخامخ خبرې د همدغو ځایونو لکه اسلام‌آباد یا بل هېواد کې ترسره شي، ترڅو تاوتریخوالی کم شي.

په راتلونکې کې د دواړو خواوو ترمنځ د توافق احتمال شته، خو دا ډېر قوي او سل په سلو کې یقیني نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د خبرو هڅې روانې وې، چې له ایراني پلاوي سره له ۲۱ ساعتونو خبرو وروسته بې‌ پایلې پای ته ورسېدې.

پایان

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button