له پوهاوي څخه تر عمل پورې، د چاپېریال په ساتنه کې د خلکو رول
لیکوال النازکریمی- ژباړونکی سلما احمدزی- چاپېریال نور یوه ساده مسله نه ده، بلکې په ټوله نړۍ کې یوه حیاتي مسله ده. انسانان د چاپېریال ساتنې اصلي ستون دی، او د پوهاوي، مسؤلیت او عمل په درلودلو سره کولی شي لوی اغېزه ولري. هر سهار چې موږ تنفس کوو، د ونې هر سیوری چې موږ ته آرامتیا راکوي، او د اوبو هر څاڅکی چې ژوند روان ساتي، ټول په طبیعت پورې اړه لري.

داود، د کابل ښار اوسېدونکی، په دې اړه وايي چې مناسب او اقتصادي کارول کولی شي د طبیعت په ساتنه کې د پام وړ رول ولوبوي. نوموړی زیاتوي: “د اوبو او برېښنا سپمول هم د طبیعت سره یو ډول مرسته ده او هرڅوک یې کولی شي.”
فریبا، د پنجشیر ولایت اوسېدونکې، وايي: “کله چې زه شنه ځایونو ته ځم، نو ډېر ښه احساس کوم. په طبیعت کې پاتې کېدل فشار کموي او انسان ته تازه انرژي ورکوي.
دا ښه احساس موږ سره مرسته کوي چې د ډېر خوشحاله روح سره ژوند ته دوام ورکړو.”
ښوونکې ګلالي په دې اړه وايي چې د طبیعت ساتنې کلتور باید له کور او کورنۍ څخه پیل شي.
کورنۍ هغه مرکز دی چې خلک پکې ژوند کوي. کله چې ماشومان او ځوانان د چاپېریال ساتنې په اړه د کورنۍ د مشرانو چلند وویني، دوی هم لیوالتیا پیدا کوي او دا د انفرادي مسؤلیت په توګه ګوري.
هغه زیاتوي: “له کورنۍ وروسته، ښوونځی او رسنۍ په دې سکټور کې خورا لوی نفوذ لري.”
رستم، د کابل ښار اوسېدونکی، په دې اړه وايي: «موږ هر کال د چاپېریال ساتنې لپاره تخمونه کر او پالنه یې کوو.
د ونو کښت د هوا پاکولو او چاپېریال ښه کولو کې مهم رول لوبوي. زموږ په ټولنه کې یوه له خورا مهمو چاپېریالي ستونزو څخه د هوا ککړتیا ده، په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کې، چې په دوبي کې د شنه ځایونو د زیاتوالي او د سونګ توکو د کم استعمال له امله کموالی مومي.»
سید باسط رحماني، د چاپېریال ساتنې چارو مبصر، په دې اړه وايي: “د چاپېریال ساتنې لپاره ترټولو مهم ګام د عامه پوهاوي لوړول دي.”
د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه ټیټه ساتلې ده. له همدې امله، نن ورځ هېواد د ځنګلونو وهلو او د اوبو د څنډو د ویجاړولو ننګونې سره مخ دی، چې د سیلابونو اصلي لاملونه دي.
د دې ستونزو د حل لپاره، باید د ښوونځیو، جوماتونو او نورو ټولنیزو مرکزونو له لارې پوهاوی ترسره شي.
د طبیعي سرچینو په ساتنه او د چاپېریالي خطرونو په کمولو کې د اصلي عامل په توګه د خلکو رول خورا مهم دی، او د دوی په ګډون سره، چاپېریالي امنیت ښه کېدای شي.
سید محمد سلیمان خیل، د چاپېریال ساتنې چارو بل مبصر، په دې اړه وايي: “طبیعت ټول ژوندي موجودات لري او انسانان یې یوه برخه ده.”
د انسان او طبیعت ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه شتون لري. د صنعتي کېدلو، ټیکنالوژیکي پرمختګ، او شعوري او غیر شعوري انساني مداخلو په پایله کې، طبیعت د ډولونو له منځه تلو، د ایکوسیستم تخریب او د ځنګلي ژوند له منځه تلو په څېر جدي زیانونو سره مخ شوی دی.
دا اړینه ده چې انسانان په مسؤلیت سره عمل وکړي او د طبیعت په ساتنه او بیا رغونه کې ونډه واخلي ترڅو دا ارزښتناک میراث راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.
محب الله بهار، د چاپېریال ساتنې ادارې ویاند، په دې اړه وايي: “د دې ادارې یوه له مهمو دندو څخه د عامه پوهاوي لوړول دي ترڅو خلک د چاپېریال ساتنې مسؤلیت احساس کړي.
په تېر کال کې، په ټول هېواد کې ګڼ شمېر پروګرامونه، سیمینارونه او ورکشاپونه ترسره شوي، چې زرګونو خلکو ته یې ګټه رسولې ده.”
د ځنګلونو د ساتنې او د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره، د نیالګیو کینولو پروګرام موخه دا ده چې تر ۱۴۱۰ کال پورې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه نیالګي وکرل شي.
د ځنګلونو د قاچاق د مخنیوي لپاره، د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزیر له خوا یو فرمان صادر شوی، چې له مخې یې هیڅوک اجازه نلري چې ځنګلونه قاچاق کړي یا په غیرقانوني ډول پرې کړي.
شنه واحد د کورنیو چارو وزارت لاندې جوړ شوی، چې د ځنګلونو د ساتنې، د غیرقانوني لرګیو وهونکو د نیولو او مخنیوي مسؤلیت لري.
د طبیعت د ښې ساتنې لپاره، د ایکوسیستم بیارغونې ته پاملرنه، د ډولونو د له منځه تلو مخنیوی او چاپېریال ته د زیان رسولو پرته مسؤله پانګونه مهم او حیاتي اقدامات دي.
د چاپېریال ساتنه د خلکو له ګډون پرته ممکنه نه ده. د طبیعت په وړاندې د خلکو د پوهاوي او مسؤلیت احساس لوړول کولی شي د چاپېریالي ننګونو په کمولو او د صحي او ډېر دوامدار راتلونکي لپاره د لارې هوارولو کې کلیدي رول ولوبوي.
پای




