د خلکو آمادګۍ د رمضان د مبارک میاشتې په درشل کې
شازیه کلانترزاده- د رمضان د مبارک میاشتې د رانږدې کېدو سره، یو شمېر د کابل اوسېدونکي وایي چې د دې میاشتې د هرکلي لپاره منظم او له مخکې ټاکل شوي پروګرامونه لري. دوی ټینګار کوي چې معنوي او عملي آمادګۍ کولای شي د دې میاشتې څخه د لا ښه ګټې اخیستنې سبب شي.

رمضان د اسلامي کلتور په منځ کې ځانګړی مقام لري او هر کال خلک په ځانګړي شوق او مینه له دې میاشتې هرکلی کوي.
فهیم، د خیرخانې اوسېدونکی، وایي: «څو ورځې وروسته رمضان را رسېږي. ما خپل تقسیم اوقات برابر کړی دی څو منظم پروګرامونه ولرم. دا میاشت بابرکته ده او باید ترې غوره ګټه واخلو.»
ندا شریفي، د کابل یوه بله اوسېدونکې، زیاتوي: «ښه ده که له چا خپه یو، هغه وبښو او د آرام زړه سره رمضان ته داخل شو. همدارنګه باید د اړمنو مرسته وکړو او پروګرام جوړ کړو.»
فاطمه نوري هم د خپلو آمادګیو په اړه وایي: «یوه له آمادګیو مې دا وه چې په شعبان کې مې روژه ونیوله څو د رمضان لپاره چمتو شم.
سربېره پر دې، خپل غذایي رژیم مې بدل کړی دی څو په دې میاشت کې له درنو خوړو څخه ډډه وکړم.»
کریم، د کابل بل اوسېدونکی، وایي: «د رمضان د راتګ لپاره مې منظم پروګرام جوړ کړی دی.
هڅه مې کړې ده چې خوب او خواړه تنظیم کړم څو د سحر او افطار له شیبو څخه ښه ګټه واخلم.»
د معنوي آمادګیو ترڅنګ، ډېرې کورنۍ د افطار او سحري لپاره اړین خوراکي توکي له مخکې رانیسي.
عبدالصبور، چې د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی، وایي: «څو ورځې مخکې مې د رمضان لپاره اړین خوراکي توکي برابر کړل څو کورنۍ مې په دې میاشت کې له ستونزو سره مخ نه شي.»
یادې آمادګۍ یوازې د فردي او کورنۍ په کچه نه محدودېږي.
یو شمېر خلک او بنسټونه هم د اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د وېش او د افطاري د پروګرامونو پلانونه لري.
رسنۍ هم د دې میاشتې په پیل کې ديني او ټولنیز ځانګړي پروګرامونه خپروي.
په پای کې، د خلکو له مخکې آمادګۍ او د رمضان د هرکلي شوق او مینه کولای شي د ایمان د پیاوړتیا، د همدردۍ د زیاتېدو، د اړمنو د مرستې او د جسمي او روحي روغتیا د لوړوالي سبب شي.
پای




