خبرونه
د ۲۱۷ عمري قول اردو د نظامي تجهیزاتو په ترمیم کې مهمه لاسته راوړنه لرلې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۱۲۷ عراده بېلابېل نظامي وسایط او ۱۲۵ میل ډول ډول وسلې ترمیم کړي او بېرته د استفادې لپاره چمتو کړي دي.

ترمیم شوي وسایط پکې شامل دي: هاموي، رنجر، زره دار ټانکونه، باربري ټانکونه، د اوبو پاش ټانکونه، د تېلو انتقال ټانکونه، بلدوزر، جرثقیل، د اکسیجن ټانکونه، امبولانسونه، د اور وژنې وسایط، د ګاز ټانکونه، جنراتورونه، ترانسپورتي وسایط او ترمیماتي تجهیزات.
دا وسایط له ترمیم وروسته بېرته د نظامي عملیاتو او خدماتي چارو لپاره کارول کېږي.
د ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤلینو ویلي چې دا لاسته راوړنه د انجنییرانو او تخنیکي کارکوونکو د دوامدار تعهد او هڅو پایله ده، او د هېواد د نظامي ځان بساینې په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
یاد اقدام نه یوازې د مالي منابعو د سپما سبب شوی، بلکې د دفاعي ځواکونو عملیاتي وړتیا یې هم په پام وړ ډول لوړه کړې ده.
پای




