په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد په کچه د ملاریا ناروغۍ ۹۰ سلنه پېښې یې په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي
گزارشگر/ بلال احمدی-ننګرهار

ویژه روز-د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ملاریا ناروغۍ ولایتي مسول محمد سعید شیرزاد د ملاریا پر وړاندې دمبازې نړیوالې ورځې په مناسبت وویل،چې د ټول هیواد په کچه د ملاریا ناروغۍ ۴۴ سلنه پېښې په ننګرهار کې ثبتیږي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ملاریا(۱۲۵۷۸۸) پېښې ثبت شوي چې ۹۰ سلنه یې له ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان څخه دي.
نوموړی د ملاریا د پېښو د زیاتیدو لامل اقلیمي بدلون، د پشه خان نه استعمال، بیوزلي او له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو له راستنېدل یادوي، چې له امله یې د ملاريا په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زيات شوی.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت استازی ډاکتر محمد شعیب تمیم وایې، د پخوا په پرتله په ختیځو ولایتونو کې روغتیايي تدابیر زیات کړي چې سږکال د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینه هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
نوموړی زیاتوي د ملاريا ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنيوي لپاره په تیرو کلونو کې په درملو ککړې شاوخوا دوه نیم میلیونه پشه خانې ویشلي دي.
عام خلک وايي، په ښار او ولسوالیو کې پر وخت د کثافاتو نه ټولول او په عامه ځایونو کې د ناپاکه اوبو د ډنډونو شتون د دغه ناروغۍ د لا پراخېدو زمينه برابره کړې.
ملاریا یوه ساري او تبه لرونکي پرازیټي ناروغي ده، چې د انافیل ښځینه ماشي د چیچلو په واسطه د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي.
پای