
ویژه روز-په ارزګان کې د خوړو نړيووال پرګرام ددي ولايت په چوره ولسوالۍ کې ۲۶۳۴کسانو سره مرستې ترسره کړي.
ددي ولايت د والي وياند احسان الله حماس ويژه روز ته وویل چې د خوړو نړيوال پرګرم WFPددي ولايت په چوره ولسوالۍ کې ۱۰۴۵ کسانو ته د کار او ۱۵۸۹ نورو اړمنو کسانو ته مرستې ويشلي دي.
نوموړي زياتوي چې به دغه مرمستو کې ۵۰ کيلو اوړه ۴،۵۵ليټره غوړه،۶،۲۵ کيلو دال،۰۵کيلو مالګه،۴،۵ کيلو د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد هرې کورنۍ ته ورکول شوي دي.
هغه وويل چې دغه مرستې د OHWموسیسي په تخنيکي همکاري ترسره شوي دي.
داپه داسي حال کې ده چې تردي مخکي هم په دي ولايت کې د اړمنو کورنيو سره ورته مرستې ترسره شوي وي.
پای