خبرونه

هلمند کی يوې محلي رسنۍ د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه

گزارشگر/ حکمت الله پاڅون

ویژه روز-هلمند کې د سکون په نوم يوې محلي رسنۍ د دغه ولايت د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه.

محمد رفيع بختيار؛ هغه شاعر چې د سکون راډيو د ترنم په سيالۍ کې يې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

نوموړی وايي، په اوسني وخت کې شاعران او ليکوالان هڅونې ته اړتيا لري چې دا ډول سيالۍ جوړول ورته يو ډول انرژي ورکوي.

بختيار وايي، په ليرې پرتو سيمو کې ډېر تکړه شاعران شته چې د ټولنې له سترګو پناه دي چې دغه ډول سيالۍ کولی شي راڅرګند يې کړي.

نوموړی وايي: “شاعران، نعت خوانان، هرڅوک چې په هره برخه کې وي، اول خو دا تشويق ته ضرورت لري. موږ داسې استعدادونه، داسې شاعران لرو چې هغه پټ دي. که دغسې سيالۍ پر لاره واچول شي، نو زموږ شاعران، زموږ نعت خوانان به خلک وپېژني.”

عبدالجبار مظلوم چې د هلمند د نادعلي ادبي او فرهنګي ټولنې غړی او شاعر دی، د سکون راډيو له لوري په جوړه شوې سيالۍ کې يې دويم مقام ترلاسه کړی.

نوموړی وايي: “خوشبختانه چې هغو سياليو کې مې دويم مقام ترلاسه کړ، ډېر خوشاله يم او منندوی هم يم، له دغسې رسنيو چې هغه د نعت خوانانو لپاره کار کوي، دا زموږ لپاره يوه غټه خبره وه او ډېر تشويق و.”

بل پلو د سکون سيمه‌ييزې راډيو مسوول حافظ احمد نصرت وايي، دوی د نورو ادارو په همکارۍ او مالي ملاتړ د هلمند د بېلابېلو ادبي ټولنو د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ سيالي جوړه کړې وه، ترڅو له يوې خوا دوی وهڅول شي او بل پلو د ترنم کولو فرهنګ وغوړېږي.

نوموړی وايي: “سکون راډيو په لومړي ځل هلمند کې د نعت ويونکو ترمنځ يوه ډېره شفافه سيالي راپيل کړه. په دې سيالۍ کې موږ د هلمند په کچه شلو ټاپو نعت خوانانو سره خبرې وکړلې. د دوی لپاره بيا موږ يوه خپرونه جوړه کړه د نعت ويونکو سيالي په نوم، يو يو نعت خوان موږ په‌کې مېلمه کوو، شل خپرونې مو ورته جوړې کړې، چې هرې خپرونې ته مو يو يو نعت خوان راغوښتو د هغوی پر ژوند، ترنم او نعت خوانۍ ورسره غږېدو او مستقيم اورېدونکو هم اړيکې ورسره نيولې.”

نصرت وايي، دوی د نعت ويونکو لپاره د خپرونو تر جوړېدو وروسته پر خواله رسنيو د ټاکل شويو نعت ويونکو لپاره رايه ټولونه پيل کړه چې له بېلابېلو پړاوونو وروسته په‌کې له لومړي تر څلورم مقام نعت ويونکي غوره شول.

هغه وايي، د شاعرانو او فرهنګيانو ترمنځ دا ډول سيالۍ به دوامداره وساتي.

دا چې ترنم څه معيارونه لري او ښه ترنم څه ډول کېدلی شي، ځوان شاعر او ترنم کوونکی بخت جمال کريمي يې په اړه رسنيو ته وويل: “ترنم د غږيزو هنرونو له ډلې يو هغه هنر دی چې د معياريتوب لپاره يې د ښې حنجرې ترڅنګ د ښه شعر انتخاب، مناسب او ښه کمپيوز جوړول ورته ډېر اړين دي. د دې ترڅنګ بله مهمه مسئله په‌کې د شعر روح سره بلدتيا پيدا کول، د هغه احساس موندنه چې شعر کې پرته ده، د دې ترڅنګ يوه بله مهمه مسئله په‌کې د الفاظو او کلماتو درسته اداينه ده.”

ترنم چې د شاعرانو ترمنځ په مشاعرو او ادبي غونډو کې دود دی، ګڼ شمېر مينه‌وال لري.

په ډېری مشاعرو او ادبي مجلسونو کې شاعران د خپلو زمزمو او ترنم له لارې غزلونه او شعرونه لا ښکلي کوي او ځانګړی موسقيت په‌کې پيدا کوي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button