ملابرادر،په کابل کی لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه
خبریاله/فوزیه صدیقی

ویژه روز✍️د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دسهشنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په(۲۸مه)نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې دجوړولو چارو پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د ریاستالوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیفمنصور او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو هم حضور درلود.
برادر آخند په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی،دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی.
همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپارهژمن او متعهد دی.
ملا برادر آخند زیاته کړه، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت دپرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولوپانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدپروژې د پيل شاهدان یو.
د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته درسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده.
دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.»
د غونډې په پای کې ملا برادر وویل اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه دراتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغانی خصوصی شرکت ته ورکړي،چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالرهسپما شي.
ملا برادر یوځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته لهرامنځته شوو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.
د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یو کال پهموده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.
پای