
ویژه روز-په دغه ولایت کې د کبانو کاروباریان او روزنکي وایې، په تیرو کالونو کې چې په لغمان کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مادي همکارۍ پر مټ د کبانو د ساتنې او پالنې کاروبار ډېر ښه شوی وو، خو اوس په کمېدو دی.
سید پاچا چې لغمان کې د کبانو فارم لرونکی دی وایې، په خپل شخصي لګښت د کبانو فارم جوړ کړی او کلونه کیږي چې د ماهیانو د روزنې په برخه کې کار کوي.
نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې یې کاروبار خراب شوی او لامل یې له پاکستان څخه د کبانو واریدول دي.
نوموړی د کبانو د بچیو روزنې په برخه کې له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د مرستې ترڅنګ له بهره د کبانو پر واریداتو د بندیز غوښتنه هم کوي او دغه راز اندیښنه لري که حکومت یې لاسنیوی ونه کړي د کبانو شته فارمونه به هم خپل فعالیت ودروي.
بل لوري ته په لغمان کې د کرنې او مالداری ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ماهیانو فارمونو ښه نتیجه ورکړې او هڅه کي دا برخه لا تقویه کړي.
د دغه ولایت د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن وایې، اوسمهال په لغمان کې د کبانو۱۷۰ فارمونو فعال دي چې ډیری یې مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالیو کي دي، چې سږکال یې ۱۷۰ ټنه ماهیان بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي، چې تر شل سلنه د کبانو د وارداتو مخنیوی کړی دی.
بلخوا عام شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د کبانو غیر قانوني ښکار زیات شوی چې له امله یې د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی.
پای