
ویژه روز-د نورستان ولایت چارواکی وایی؛د امارت اسلامی دعیم د فرمان او د ولایتي ادارې د لارښوونې په اساس د دې ولایت په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د کوکنارو د کښتونو د اړولو کمپاین دوام لري.
د دغه کمپاین په ترڅ کې تازه د لویدیځ نورستان دواب ولسوالۍ د نېلاب درې ګندمک، د پیار ، کجګل په سیمو کې د اړونده ولسوالیو د مجاهدینو له لورې په یو شمېر ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه وېوړل شو.
د ولایتي ادارې د مسؤلینو په وینا :یاد کمپاین به د عالیقدر مشرتابه د فرمان سره سم په ټول ولایت کې په بشپړ ډول د کوکنارو د کښوتونو تر له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
د ياد کمپاين په لړ کې په جريبونو کرنيزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې، او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د محلي ادارو مسؤلین د نورستان والي ښاغلي الحاج حافظ محمد اغا حکیم ته ډاډ ورکوي، چې د عاليقدر ستر زعيم فرمان په بشپړه توګه عملي کوي او په دې ولایت کې د کوکنارو شته کښتونه له منځه وړي.
د یادونې ده، چې د نورستان د خلکو ژوند په کرهڼه او مالدارۍ ولاړ دی او دغه کرهڼه او مالداري په دودیز او پخواني شکل مخ ته ځي، چې ولایتي اداره يې د میکانیزه کولو هڅې کوي.
په دې وروستیو کې د نورستان والي ښاغلي الحاج حافظ محمد اغا حکیم د اړونده وزارتونو او نړیوالو موسساتو په مرسته هڅې وکړې، ترڅو د دې ولایت کرنیز سیستم میکانیزه او مالدارۍ ته وده ورکړي، همدارنګه د نویو او عصري سیستمونو او وسایلو په رواجولو سره د دې ولایت د خلکو حیواني او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.
له نېکه مرغه د ملګرو ملتونو د کرهڼې او عذا د نړیوال سازمان(F.A.O) له لورې په دې ولایت کې د باغونو او باغچود جوړولو، د کرنیز عصري وسایلو او اصلاح شویو تخمونو د ورکړې، د مالدارۍ په برخه کې د ښه نسل کورنيو حیواناتو، درملو، د دوامداره مرستې، د حیواني محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ ، ورته د بازار موندنې او په دغه برخو کې د عامه پوهاوي پنځه کلنه پروژه هم پیل شوې ده.
پای