د نورستان ولایت کی،پینځه میلونه امریکایې ډالرو په ارزښت د نږدې دوه سوه پروژو د پیل پرانیستل شوه
خبریال/بلال احمدی-ختیځ زون

ویژه روز-د نورستان ولایت ځایی چارواکی وایی:چی په دی ولایت کی نن شننبه (۲۲د ثور) پینځه میلونه امریکایې ډالرو په ارزښت د نږدې دوه سوه پروژو د پیل پرانیسته وشوه.
سیف الدین لټون د نورستان ولایت د والی ویاند ویژه روز ته وویل:د یادو پروژو پرانیسته د نورستان د والي شیخ شیراحمدحقاني له خوا د یو کانال د جوړیدو د پروژې د پټۍ د پرې کیدو سره ترسره شوه .
هغه د یادو پروژو پرانیسته د نورستان د خلکو له پاره د خوښۍ او ابادۍ زیری وباله او ويې ویل: چې هڅه به وکړي یاد ولایت ته په انکشافي برخه کې لا نورې پروژې راجلب کړي .
همدا راز د نورستان والي شیخ شیراحمد حقاني د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغې ولایت ته به په پرمختیایې برخو کې پروژې راجلبوي او د حکومتي انکشافي پلان سربیره به د نړیوالو او داخلي موسساتو سره ناستې کوي .
د نورستان د کلیو پراختیا رئیس مولوي احسان الله موحد وایې یادې پروژې به د کلیوپراختیا ریاست تر چتر لاندې د نړیوال او ملي بانک په مالي ملاتړ ترسره کیږي چې عملي چارې به یې د ډاکار موسسه د( U. N.O.P.S) )موسسې په مرسته ترسره کوي.
د هغه پر خبره په یاده پروژه کې کانالونه ، سرکونه ، استنادي او بولډروال دیوالونه شامل دي چې تعداد یې دوه سوه پروژو ته رسیږي او ټول ټال به پرې څه باندې پینځه میلونه امریکایې ډالر لګښت راشي.
دهغه پر خبره دغه پروژه یوې میاشتې څخه ډیره کاري موده لري ،چې پکښې به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي .
د نوموړي په خبره دغه پروژې د یاد ولایت مرکز پارون سربیره په واما ، دواب ، نورګرام او برګمتال ولسوالیو کې پلي کیږي ،چې د قومي شوراګانو په همغږۍ مخې ته وړل کیږي .
د نورستان د مرکز پارون اوسیدونکی شپیته کلن شیرزمان د یادو پروژو په پرانیسته خوښ دی چې په خپل کلي کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
د بیان الله په نوم یو بل کاریګر هم د یادو پروژو په پرانیسته خوښي څرګندوي او له حکومته د دغه ډول کارونو د لا ډیریدو هیلې لري .
نورستان د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په رغنیزه برخه کې پکښې په تیرو وختونو کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوې او ډیری وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي .
پای