د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې پر نشه یي توکو د روږد وکسانو د درملنې په موخه هڅې ګړندۍ کړي دي
نوموړی همداراز زیاتوي په پلان کې لري چې په نوي لمریز کال کې له درملنې وروسته یادو کسانو ته د وړو کاروبارونو او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

ویژه روز-د عامې روغتیا رئیس عبدالرحیم قلندرزی وایي، چې په تیر یوه کال کې یې د ننګرهار د معتادینو د درملنې په روغتون کې د ۱۹۷ میرمنو او ۷۷۲ ماشومان په ګډون یې پر نشه یي توکو د روږدو ۲۱۰۰ کسانو درملنه کړې.
نوموړی همداراز زیاتوي په پلان کې لري چې په نوي لمریز کال کې له درملنې وروسته یادو کسانو ته د وړو کاروبارونو او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
په ورته مهال د جلال اباد ښار اوسیدونکي له چارواکو د نشه یي توکو د اصلي سرچینو د وچیدو ترڅنګ د یادو موادو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي.
دوی وایي، چې زیاتره یې د بې روزګارۍ له امله په نشه توکو روږدي شوي او غوښتنه کوي، چې حکومت دې ورته ته کاري زمینې برابرې کړي او هم دې د دوی سمه درملنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت دمالوماتو له مخې اوسمهال په ټول هیواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان پر نشه یي توکو اخته دي، چې یوازې شل زره یې د درملنې په موخه راټول شوي دي.
بلال احمدي
ویژه روز/ننګرهار