نړۍ

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د سپرلیو په ګاډي په برید کې دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل دی

ویژه روز-د کوزې کورمې د احمدي شمع تاڼې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن (د نومبر پر پینځمه) ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه په بګن کې د ډاډ قمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور تلونکو د سپرلیو پر دوو ګاډو وسلوالو برید کړی چې مرګژوبله یې اړولې ده.

چارواکي وویل چې د ډزو له امله یو ګاډي او د هغې سپرلیو ته تاوان اوښتی او په دویم ګاډی کې چا ته زیان نه دی اوښتی. هغه وویل، ګاډي په رسمي کاروان (کانوای) کې نه ول خو یو څو سرکاري ګاډي ورسره مل ول.

چارواکي وویل، لا تر اوسه نه ده څرګنده چې برید څنګه او چا ترسره کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه حمله کې د درو کسانو تر ژوبلېدو او بیا د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په برید کې د ۱۷ کسانو تر وژل کېدو وروسته په کورمه کې لارې وتړل شوې.

ترهغو حملو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول. د دې له کبله په سیمه کې وضعیت لا ترینګلی شو.

د نومبر پر دویمه حکومت ۲۲ ورځو د بند وروسته کې په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار پر لاره تر حکومتي څار لاندې پرانیسته او د کاروان په شکل کې ځینې ګاډي چې پکې مساپر، خوراکي توکي، دوایانې او نور لازمي توکي ول، محاصره شویو سیمو ته ورسول.

د لارو بندېدو پر ضد په پاړه چینار کې خلکو د اکتوبر له ۳۱مې راهیسې احتجاجي پرلت وهلی وو.

د سیمې خلکو د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.

د سرکاري جرګې غړی ابن علي وايي چې د شخړو تر هواري پورې خبرو ته دوام ورکوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په هغو نښتو کې نه یوازې ځاني او مالي زیانونه اوړي بلکې د سیمې سړکونه ورسره تر ډېره تړلي وي چې له وجې یې د کورمې یو شمېر سیمو ته د ژوند اړین توکي په وخت نه رسیږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

ویژه روز

 

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button