
ویژه روز-یادې څرګندونې نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو سره په لیدنه کې وکړې.
په یاده کتنه کې د غزني د خبریالانو د ټولني مشر ګلاب الدین امیري په دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندي شته ستونزې د اطلاعاتو او کلتور وزیر سره شریکي کړې او اطلاعاتو ته یې د نه لاسرسي لامل په سیمه ییزو ادارو کې د مطبوعاتو په برخه کې د مسلکي کسانو نه شتون یاد کړ.
ورپسې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل چې د امارت په راتګ سره، به غزنی ولایت کې هیڅ کومې رسنۍ خپل فعالیت نه دی درولی، بلکې د پخوا په پرتله د رسنیو شمېر زیات شوی او د یاد ریاست او خبریالانو تر منځ پوره همغږۍ موجوده ده.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزیر په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د خبریالانو ستونزو ته به د هېواد په کچه جدي رسیدګي کیږي او د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د خبریالانو دوهم کور وي، دروازه به یې د دوی پر مخ تل خلاصه وي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې رسنۍ په یو ټولنه کې د پله حیثیت لري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې هڅه کې دی، چې د کورنیو رسنیو لپاره، له داخلي بودیجې داسي یو طرز العمل جوړ کړي چې دوی هم له حکومتي امتیازاتو څخه برخمن شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل، چې امریکا او غربي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان منفي انځور نړیوالو ته وښیي، خو دغه رسنۍ کولای شي چې د هغوی د منفي تبلیغاتو ځواب د افغانستان د ریښتني انځور په خپرولو سره ورکړي.
پای