اقتصادي
د بلخ،آقینې او کندوز په ګمرکونو کي د (۱۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ تلي جوړي سوې

ویژه روز-د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۳،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د نائب اباد په ګمرک کي د وارداتي او صادراتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره دوې پایې د لوړ تناژ تلي او د آقینې په ګمرک کي د ورداتي توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه د لوړ تناژ تله جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارلې.
یادي تلي، چي (۲۲) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري، په جوړېدو سره به ئې له اضافه وزن او د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وسي همدا رنګه د (۱،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کندوز په ګمرک کي د وارداتي توکو له پاره یوه پایه د لوړ تناژ تله ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د یادوني وړ ده، چي د یادو تلو د جوړولو او ترمیم لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چارې ئې هم د افغاني شرکتونو له لوري بشپړي سوي دي.
ویژه روز