په ټول ننګرهار کې د نجونو په ګډون اته سوه زره زدهکوونکي د پوهنې رياست په چوکاټ کې زده کړې کوي
خبریال/بلال احمدي-ننګرهار

ویژه روز-د پوهنې وزارت مسوولین وايي، دننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یې هغو ښوونځیو ته د درسي کتابونو د ویش لړۍ پیل کړه چې اوس مهال یې زده کوونکي له کمښت سره مخ دي.
د پوهنې وزارت د تدریسي کتابونو د چاپ او وېش مشاور بهرام همراه ویژه روز ته وویل، چې دا کتابونو له لومړي تر دولسم ټولګیو ویشل کیږي.
هغه وایې، د پوهنې وزارت له خوا ننګرهار ته ۳ اعشاریه ۴ میلیونه ټوکه د ښوونیز نصاب کتابونه ځانګړي شوي چې پر ټولو ښوونځیو به ووېشل شي چې په وېش سره به یې تر ۷۰ سلنه د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
په ورته مهال د ښوونځيو زده کوونکي هم د تدریسي کتابونو له ویش خوښ دي خو غوښتنه کوي، چې حکومت دې د ښوونځیو د تدریسي بهیر پر وړاندې د کتابونود کمښت او نورو ستونزو لپاره اقدامات جدي کړي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رئیس حبیب حضرت حقاني بیا د کتابونو او په ښوونځيو کې د ودانیو د نشتون ستونزه مني، خو وایي د حل لپاره یې دوی پلان نیولی او ژر به شته ستونزو ته حل لار وګوري.
د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې په ټول ننګرهار کې د نجونو په ګډون څه باندې اته سوه زره زدهکوونکي د پوهنې رياست په چوکاټ کې زده کړې کوي.
پای