خبرونه
په ارزګان کې ورستيو ورښتونو تر ۱۰۰ زياتو کورنيو زيان اړولی دی

ویژه روز-دارزګان ولايت د طبعي پيښو پر ضد د مبارزي رياست مسولين وايي د پرله پسي ورښتونو له امله ددي ولايت په مرکز او ولسواليو کې سيلابونه راوتلي دي اوخلکو ته يې مالې زيانونه اړولي دي.
د طبعي پيښو پر ضد د مبارزي ريس حاجي خالد وايي چې ياد سيلابونه ددي ولايت په مرکز او ولسواليو کې راوتلي دي.
هغه وايي د سيلابونو له امله د خلکو کورونه ويجاړ شوي حيوانات تلف شوي او کرنيزي ځمکي له منځه تللي دي.
نوموړي وايي چې دوی په بیلابیلو سيمو کې بشري مرسته کوونکو په همکاري خلکو ته عاجلي مرستې رسولي دي.
په ورته وخت کې نن اوچا هم په يو لړ ټويټونو کې په افغانستان کې د ورستيو ورښتونو له امله عامو خلکو ته د زيانونو اړولو په اړه څرګندونې کړي دي.
اوچا ليکلي دي چې د نن ورځې په جريان کې يوازي په ارزګان ولايت کې ۱۰۰ کورنۍ د سيلابونو له امله زيانمن شوي دي.
پاڅون
ویژه روز/ارزگان