ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ لپاره له ۸۸۰ تنو کاندیدانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه
خبریال/بلال احمدی-ننگرهار

ویژه روز-د ننګرهار پوهنتون چارواکي وایي له یادې ډلې به ۱۸۰ تنه د ددې پوهنتون د ماسترۍ دورې شپږو پروګرامونو ته لار پیدا کړي.
دغه ازموینه د غويي په ۲۹مه نېټه د ننګرهار پوهنتون او د ازموینو ملي ادارې لخوا ددې پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې واخیستل شوه.
په همدې مناسبت د شرعیاتو پوهنځي د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره پکې د ازموینو له ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي غړیو او مسؤلینو برخه لرله.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور په نننۍ ازموينه کې به د لیسانس دورې له ۸۸۰ تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي، چې له دې ډلې به ۱۸۰ تنه د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ دورې شپږو پروګرامونو ته لار پیدا کړي.
پوهاند بهسودوال زیاته کړه: د پوهنتون ادارې د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د ازموینې د روڼتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته یې په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه کړې ده.
د ازموينو ملي ادارې د تخنیکي او اداري چارو مرستیال شیخ رحیم الله حـقاني د کانکور ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او ممتحنو استادانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اصولو سره سمه ازموینه واخلي او ګډونوالو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون کې د فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضا او څارنوالي، پښتو ژبې او ادب، اداره او تجارت او د عربي ژبې او ادب څانګو کې د ماسترۍ شپږ پروګرامونه فعال دي.
د دی ولایت مسولان وایی؛چې په يادو پروګرامونو کې د ننګرهار پوهنتون او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون (۴۵۷) تنه په زده کړو بوخت دي او (۸۹۰) تنه يې د شرعياتو، حقوقو، ادبياتو او اقتصاد په برخه کې ماستران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
پای