د تاجکستان د لوړپوړي سیاسي او امنیتي پلاوي سفر کابل ته او پاکستان ته امنیتي پیغام
کابل- د تاجکستان د دولتي ملي امنیت کمیټې رئیس، سیمومین یتیموف، اعلان وکړ چې یو لوړپوړی سیاسي او امنیتي پلاوی نن کابل ته سفر وکړ، څو د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې له د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو سره مهمې لیدنې ترسره کړي.

د یتیموف په وینا، د دې سفر تمرکز پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو دی، او ټاکل شوې ده چې پلاوی له طالب مشرانو سره د سیمې د تحولاتو، د نظرونو تبادلې او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه مهمې پرېکړې وکړي.
د تاجکستان پلاوي غړو څرګنده کړې چې دوی له افغانستان اسلامی امارت سره نږدې اړیکې او پراخې همکارۍ غواړي، او دا سفر یې د دوه اړخیزو مناسباتو د ټینګښت لپاره مهم ګام بللی دی.
په همدې حال کې، یتیموف له پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره د لیدنې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي: «موږ د جنرال شیرعلي میرزو، د دفاع وزیر له خوا یو پیغام پاکستان ته رسولی، چې باید ژر تر ژره داعش او د افغان طالبانو دښمنان له خپلې خاورې وباسي.»
نوموړي زیاته کړه: «هېر نه کړئ چې افغانستان د امپراتوریو هدیره او د آسیا زړه دی. جګړه په افغانستان کې د ټولې سیمې لپاره د ثبات او بقا تهدید دی.»
یتیموف ټینګار وکړ چې تاجکستان د ټولې سیمې د ثبات د پیاوړتیا لپاره ژمن دی، او هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د ناامنۍ او افراطیت مخه ونیسي.
پای




