خبرونه
ختیځ کې پر بې وزلو او کونډو میرمنو د نغدي مرستو د ویش پروګرام پیل شو
خبریال/بلال اکبری-ننگرهار

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې پر بې سرپرسته او کونډو میرمنو د نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوه.
د افغانستان د سرې میاشتې اړوند د مرستونونو عمومي رئیس مولوي الیاس خیل ناصري وایې، د دغه مرستو پر مهال به په ختیځو ولایتونو کې پر ۳۰۰۰ زره بې سرپرسته او کونډو میرمنو نغدي مرستې وویشل شي، چې پیل یې له ننګرهار څخه وکړ.
هغه زیاتوي یادې کورنۍ یې د یوې شفافې سروې وروسته انتخاب کړي چې هرې میرمنې ته اته نیم زره افغانۍ ورکول کیږي.
نوموړی دغه راز په نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې له دوي سره دې د بیوزلو کورنیو د لاسنیوي په برخه کې مرستې وکړي.
مرسته شوې میرمنې هم خوښي څرګندوي چې په بد اقتصادي وضعیت کې یې لاسنیوی کیږي او له خیریه بنسټونو، مرستندویه موسسو او له حکومت د ورته نورو مرستو د ویش غوښتنه کوي.
پای