اخبار

یوشمېر کورنۍ له سرې میاشتې غواړي چې په ولایتونو کې هم رغتونونه جوړکړي

گزارشگر/شکیبا سحر

ویژه روز✍️دافغان سرې میاشتې ټولنه وایي چی په تیره یوه میاشت کی ۱۸۰ډیر ماشومان د زړه سوري ناروغۍ لري د پلازمینې روغتونوته معرفي شوي دي.

د افغان سرې میاشتې ویاند عرفان الله شریفزوی وایې چې موږ په پام کې لروچې هرڅه دمخه د زړه سوري ناروغانو ددرملنې لپاره څو بستریز روغتون جوړ کړوترڅو په منظمه توګه درملنه یی وشي.

په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ له سرې میاشتې غواړي چې د ناروغانو لپاره باید په ولایتونو کې هم رغتونونه جوړکړي هغوې زیاتوي چې د ولایتونو څخه کابل ته د ناروغانو لیږ ورته ستوزمن دي.

ګلاب الدین چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته دی وایي موږ په ولایت کې ژوند کوو ځینې وخت د موټر کرایه هم نلروترڅو کابل ته راشو.

نوموړی وایی چی موږ ته دې باید په ولایاتو کې اسانتیا برابره او رغتون جوړ شي ترڅو له ستونزو سره مخ نشوو.

په همدې حال کی د یو خصوصی روغتون یو ډاکټر وایی.چي تیرو شپږو میاشتو راهیسي دزړه سوری ۵۰ناروغانعملیات شوي.

نوموړی له روغتیا وزارت څخه غواړي چي په ټولو دولتي روغتونونو کې ددې د ناروغۍ د تشخیص اساسي زمینه برابره کړي.

پای

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا