په یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰۸۸۷۶ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي

ویژه روز-د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د جدۍ میاشتې له پیل څخه تر پای پورې د عامه خدماتو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۴۰۸۸۷۶ متریک ټنه انتقالات ترسره کړي دي.
د افغانستان د فاید عامی وزارت وايي: پدې کې ۳۰۲۳۲۷ ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۲۷۰۴۵ ټنه د آقینه بندر له لارې، ۷۰۵۶۴ ټنه د تورغندي بندر له لارې او ۸۹۴۰ ټنه د خواف – هرات بندر له لارې انتقال شوي دي. دغه توکي د نفتو، غیر نفتو او نورو موادو په ډول وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت په وینا، د مجموعي انتقالاتو له ډلې څخه ۱۶۹۸ ټنه د تجارتي مالونو ترانزیت او صادرات شامل دي، چې د وچو میوو، انار، وریجې او انار د جوس صادرولو اندازه یې ډېره ده.
د فواید عامی وزارت زیاتوي چې دوی هڅه کوي ترانسپورت او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو شرایط ښه کړي.
په تیرو ۹ میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۳.۲ میلیون متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
ویژه روز