په تخار ولایت کې د زغرغوړیو د بیو له راټیټیدو سره د غوړیو تولیدونکو شرکتونو بیه لوړه کړې ده
د يو شمېر شرکتونو مسوولين وايي، چې د ملي توليداتو په ځانګړي ډول د زغرو له غوړیو څخه د کارونې په برخه کې د خلکو لېوالتيا ډېره شوې او هره فابريکه هره ورځ تر٣٠ بیلر زیاته پیمانه غوړي توليدوي.

ویژه روز-د دې ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، دا مهال په تخار ولایت کې څه باندې سل لوی او وړې د زغرو غوړیو د تولید شرکتونه فعالیت کوي. چې لسګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
خو په تخارولایت کې د صنعتي پارکونو، لوړمالیات او د برېښنا نشتوالی یې د تولیدي شرکتونو له ستونزو څخه شمیرل کیږي.
د يو شمېر شرکتونو مسوولين وايي، چې د ملي توليداتو په ځانګړي ډول د زغرو له غوړیو څخه د کارونې په برخه کې د خلکو لېوالتيا ډېره شوې او هره فابريکه هره ورځ تر٣٠ بیلر زیاته پیمانه غوړي توليدوي.
د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وارداتي غوړیو په پرتله د هېواد د تولید شوي غوړي د ښه کیفیت او ټیټې بیې له امله له کورنیو تولیداتو ګټه اخلي.
د تخار ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې تر سلو زيات دغوړیو توليدي شرکتونه فعاليت لري او دغه خونه هڅه کوي، ترڅو دغو شرکتونوته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
یوازې په تخار ولایت کې نه بلکې په یوشمېر ولایتونو کې د تولیدي شرکتونو مسوولین د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتونکي دي او اسلامي امارت په وار وار ویلي چې په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو د زیاتوالي لپاره هڅې کوي.
ویژه روز